د چين پخوانے وزيراعظم لي كي چيانګ د 68 كالو په عمر كښې د دنيا نه لاړ

بيجنګ۔27 اكتوبر(اے پي پي) د چين پخوانے وزيراعظم لي كي چيانګ د جمعې په شپه د زړه حركت بندېدو له امله د نړۍ نه تللے دے۔هغه د چين د واكمند ګوند كميونست پارټي اف چائنا د 17 ٬ 18 ٬ او سېنټرل كمېټۍ د پولېټېكل بېورو د سټېنډنګ كمېټۍ غړے ؤ۔ د چين خبر رسنې ادارې تر مخه هغه د چين په شنګهائي ښار كښې مېشته ؤ او عمر ئې …

بيجنګ۔27 اكتوبر(اے پي پي) د چين پخوانے وزيراعظم لي كي چيانګ د جمعې په شپه د زړه حركت بندېدو له امله د نړۍ نه تللے دے۔هغه د چين د واكمند ګوند كميونست پارټي اف چائنا د 17 ٬ 18 ٬ او سېنټرل كمېټۍ د پولېټېكل بېورو د سټېنډنګ كمېټۍ غړے ؤ۔ د چين خبر رسنې ادارې تر مخه هغه د چين په شنګهائي ښار كښې مېشته ؤ او عمر ئې 68 كاله ؤ۔ د هغه د ژوند بچ كولو هره هڅه وكړې شوه خو د جمعې په شپه 12 بجې او 10 منټه باندې ئې ساه وركړه

مزید خبریں