ملګري ملتونه۔ 26 اكتوبر (اے پي پي ) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترش پخپل ځان د اسرئيل لخوا لګولې شوي تورونه دروغ ګرځولو سره بيخي رد كړې دي۔ هغه يو بيان كښې وئېلې دي چې د اسرئيل سفارتكارو د سلامتي كونسل غونډه ته زما وېنا په نا سمه توګه د وړاندې كولو هڅه كړې ده كومه چې دېره خفګانې خبره ده۔هغه ووئېل زه د دې خبرې اعتراف كوم …
د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د اسرائيل تورونه دروغ وګرځول
ملګري ملتونه۔ 26 اكتوبر (اے پي پي ) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترش پخپل ځان د اسرئيل لخوا لګولې شوي تورونه دروغ ګرځولو سره بيخي رد كړې دي۔ هغه يو بيان كښې وئېلې دي چې د اسرئيل سفارتكارو د سلامتي كونسل غونډه ته زما وېنا په نا سمه توګه د وړاندې كولو هڅه كړې ده كومه چې دېره خفګانې خبره ده۔هغه ووئېل زه د دې خبرې اعتراف كوم چې ما د فلسطيني اولس د ستونزو او مسائلو ذكر كړے ؤ خو ما دا هم وئېلې وو چې دوي د حماس بريد د اسرائيل لخوا د فلسطين په ضد د كاروائې جواز نشي ګرځولے ۔ د دې حقيقت ادراك هم ضروري دے چې د حماس بريدونه په خلاﺀ كښې نه دي شوي او فلسطنيان د 56 كالو نه په ناجائزه ولقه او قبضه كښې ساتلې شوي ۔دغسې د حماس بريدونه فلسطنيانو له د اجتماعي سزا وركولو جواز نشي ګرځېدے۔د سېكرټري جنرل د دغې بيان په ځواب كښې د اسرائيل خارجه وزير ايلي كوهن د هغه سره د ملاقات كولو نه انكار وكړو او په ملګرو ملتونو كښې د اسرائيل سفير ګيلاد اردان ټويټ كړے چې سېكرټري جنرل په اسرائيل د حماس بريد له جواز وړاندې كړے او دې نه پس هغه دې چوكې لپاره اهل نه پاتې كېږي ٬ هغه له استعفې وركول پكار ده











