اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې او د اېل او سي دواړو اړخونو ته به مېشته كشميريان 27م اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځي ٬ په دې ورځ په كال 1947 كښې هندي ځواكونه په غېر قانوني توګه سرينګر ته داخل شوي وو چې په سبب ئې غېر قانوني قبضه او په بې ګناه كشميريانو ظلم او زياتې پېل شوے ؤ ٬ دا ورځ هر …
د اېل او سي دواړو اړخونو ته به مېشته كشميريان 27م اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځي
اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې او د اېل او سي دواړو اړخونو ته به مېشته كشميريان 27م اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځي ٬ په دې ورځ په كال 1947 كښې هندي ځواكونه په غېر قانوني توګه سرينګر ته داخل شوي وو چې په سبب ئې غېر قانوني قبضه او په بې ګناه كشميريانو ظلم او زياتې پېل شوے ؤ ٬ دا ورځ هر كال د تورې ورځ په توګه لمانځلې شي دغسې چې د هند د غېر قانوني قبضې په ضد احتجاج وكړے شي او نړيوالې ورورولۍ ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو عملي كولو پحقله خپل لوظونه ورياد كړے شي كوم چې د كشميريانو د استصواب رائے د حق ملاتړ كوي۔ په دې لړ كښې په سرينګر كښې په بېلا بېلو سيمو كښې پوسټرز لګولې شوي چې پكښې اولس ته غږ شوے چې ھغوي د اكتوبر 27مه ورځ د تورې ورځ په توګه ولمانځلي۔ کل جماعتي حريت کنفرنس (اے پي اېچ سي)، مزاحمتي يوتھ فورم جمو و کشمير، جمو و کشمير وارثين شهيدان، جمو و کشمير سياسي مزاحمتي تحريك، جمو کشمير ډيموکريټك موومنټ، جمو کشمير سټوډنټس فورم او د نورو نتيظمونو لخوا پوسټرز لګولې شوي او په ھغې ليكلے شوو ټكو كښې 27م اكتوبر كال 1947 د جمو و كشمير د تاريخ تور باب ګرځولے شوے ۔ په پوسټرز ليكلي شوي چې کشميريان به تر ھغه وخت د آزادۍ خپلې هلې ځلې جارتي ساتي تر څو چې دوي ته د نړيوالې ورورولۍ د لوظونو له مخې د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه شوے










