مظفرآباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د جمو و كشمير پاسبان حريت وئيلي دي هند په 27م اكتوبر كال 1947 كښې په جمو و كشمير غېر قانوني قبضه كولو سره د كشميريانو بنيادي انساني٬ سياسي، سماجي او مذهبي حقونه صلب كړې وٶ۔ د کشميرميډيا سروس له مخې د پاسبان تحريك چيئرمن عزِير احمد غزالي په مظفر آباد كښې خپل يو بيان كښې وئيلي دي په مقبوضه جمو و كشمير د …
د كشمير توره ورځ به په 27م اکتوبر لمانځلې شي۔ پاسبان حريت
مظفرآباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د جمو و كشمير پاسبان حريت وئيلي دي هند په 27م اكتوبر كال 1947 كښې په جمو و كشمير غېر قانوني قبضه كولو سره د كشميريانو بنيادي انساني٬ سياسي، سماجي او مذهبي حقونه صلب كړې وٶ۔ د کشميرميډيا سروس له مخې د پاسبان تحريك چيئرمن عزِير احمد غزالي په مظفر آباد كښې خپل يو بيان كښې وئيلي دي په مقبوضه جمو و كشمير د هند د قبضې نه پس په سوئيلي آسياء كښې امن او پرمختګ په داٶ لګېدلے دے۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو د كشمير كشالې سپېځلې حل لپاره يو شمېر قراردادونه منظور كړے شوي خو د اوو لسيزو تېرېدو باوجود نړيوالې ادارې دا مسئله هواره نه كړې شوه۔ زه د مقبوضه كشمير اولس ٬ ګرده نړۍ كښې مېشته وګړو ته غږ كوم چې ھغوي دې په 27م اكتوبر توره ورځ ولمانځي او د هند قبضه دې مسترد كړي










