د هند غېر آئيني ٬ غېر قانوني او غېر اخلاقي تسلط ختمېدل به د كشمير حقيقي آزادي وي٬ د آزاد كشمير وزيراعظم

مظفر آباد 25 اکتوبر(اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدری انوارالحق وئيلي دي چې د 76مې تاسيس ورځې په موقعه د منخوسې خونړۍ كرښې دواړو اړخونو ته ژوند كوؤنكو كشميري وګړو ته دې عزم سره مباركي وركوم چې زمونږ حقيقي آزادي به هغه ورځ وي كله چې جموں وكشمير د هند غېر قانوني تسلط څخه آزادي ومومي او كشميرې اولس خپل منزل يعني پاكستان سره يو ځايې كېدل ترلاسه …

مظفر آباد 25 اکتوبر(اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدری انوارالحق وئيلي دي چې د 76مې تاسيس ورځې په موقعه د منخوسې خونړۍ كرښې دواړو اړخونو ته ژوند كوؤنكو كشميري وګړو ته دې عزم سره مباركي وركوم چې زمونږ حقيقي آزادي به هغه ورځ وي كله چې جموں وكشمير د هند غېر قانوني تسلط څخه آزادي ومومي او كشميرې اولس خپل منزل يعني پاكستان سره يو ځايې كېدل ترلاسه كړي٬ د پاك پوځ وسله والو ته هم د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم چې په لائن آف كنټرول زمونږ حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوي او نن مونږ په آزاده فضا كښې ژوند كوؤ۔ ده ووئيل د پاك پوځ شهيدانو او د پوليس شهيدانو ته هم د عقيدت پېرزوينې ډالۍ كوم٬ د هندوستان په زندانونو كښې بنديوان کشمیری مشرتابه یاسین ملک، شبیر شاہ، مسرت عالم بټ، آسیه اندارابی، ناهیدہ نسرین او د فهمیدہ صوفی په شمول ټولو حريت خوښو لارښودو عزم ته سلام كوم٬ په دې تاريخي موقعه په غزه د اسرائيلي جارحيت سخته غندنه كوم٬ كشميرې اولس فلسطيني وروڼو سره دے او د دوئي په غم دړد كښې شريك دے٬ د فلسطين مسئله حل كول د ملګرو ملتونو بنيادي ذمه واري ده خو هغه لكه د كشمير مسئلې دې څخه هم پرله پسې سرغړونه كوي٬ ملګرو ملتونو٬ نړيوالې ورورلۍ او د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو څخه غوښتنه كوم چې هغوي دې كشمير او فلسطين مسئلې حل كول له خپل بنيادي كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آزادکشمیر 76مې تاسيس ورځې په موقعه راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دستورې ته د آزاد كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري هم خطاب وكړو۔ په دستوره كښې د قانون سازې اسمبلۍ سپيكر ٬ د مخالفې ډلې مشر ٬ انسپکټر جنرل پولیس، سېكترانو او د اعلی پوځي افسرانو په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل زه په خاص توګه د پاكستاني اولس مننه كوم كومې چې ټول عمري د كشميري اولس ملاتړ كولو سره ددوئي تر څنګ ولاړ پاتے شوے دے۔ ده ووئيل كشميرې اولس د هندوستان د 5 اګست2019غیر آئینی، غیر قانونی او غیر اخلاقی اقدام نه قبلوي۔ ده ووئيل د دې اقدام په نتيجه كښې 42 لاکه څخه زياتو كسانو ته د مقبوضه جموں وکشمیر ډوميسائل جاري كړې شوي دي۔ ده ووئيل پخوانو هندوستاني پوځيانو له كالونۍ جوړولې شي۔ ده ووئيل كشميري ځوانانو په جعلي مقابلو كښی شهيد كولې شي٬ په سيمه كښې ګورنر راج نافذ دے۔ ده ووئيل په نړۍ كښې د امن خوب هله ريښتيا كېدې شي كله چې كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركړے شي او دا مسئله د كشميري اولس د هيلو لمخې حل كړے شي۔ ده ووئيل باور لرم هغه ورځ لرې نه كله به چې دواړو اړخو ته مېشته كشميري وګړي د آزادۍ خوشحالۍ ولمانځي۔