ملګري ملتونه 25 اکتوبر (اے پي پي) د ملګري ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوتريش وئيلي دي په غزه كښې د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي كېږي٬ هلته دې په سمدستي توګه جنګ بندي وكړې شي۔ د سلامي كونسل د لوړې كچې سېشن ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل اسرائيل د تېرو 56 كالو راهسې په فلسطينيانو قبضه روانه ساتلې ده۔ ده ووئيل د حماس د بريدونو په ځواب كښې چې …
په غزه كښې د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي كېږي۔ انتونيو ګوټرېش
ملګري ملتونه 25 اکتوبر (اے پي پي) د ملګري ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوتريش وئيلي دي په غزه كښې د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي كېږي٬ هلته دې په سمدستي توګه جنګ بندي وكړې شي۔ د سلامي كونسل د لوړې كچې سېشن ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل اسرائيل د تېرو 56 كالو راهسې په فلسطينيانو قبضه روانه ساتلې ده۔ ده ووئيل د حماس د بريدونو په ځواب كښې چې اسرائيل په فلسطينو سيمو چې څنګه بمباري كوي دغې بحران لا سنګين كړے دے او په سلامتي كونسل كښې ژور تقسيم راپېدا شوے٬ ده ووئېل په اووم اكتوبر د حماس د بريد هېڅ جواز نه ٶ خو د دې نه پس چې غزه ته كومه اجتماعي سزا وركړې كېږي د دې هم هېڅ جواز نه جوړېږي۔ ۔ ده ووئيل زه دلته دا واضح كول غواړم چې په وسله وال تصادم كښې يوه ډله هم خپل ځان د نړيوال قوانين نه پرته د ګڼلو حق نه لري۔ ياد دې وي د سلامتي كونسل په سېشن كښې د اسرائيل سفير د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر څخه د استعفې وركولو مطالبه وكړه چې انتونيو ګوتريش ترهګر او قاتل سره د روغې جوړې ملاتړ كړے دے۔











