سرینګر۔25اکتوبر(اے پی پی) كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو وئيلي دي هند د كال 1947 څخه د كشميري اولس نسل كشي كوي او د مكر وفريب او طاقت د لارې يۍ په كشمير غېر قانوني قبضه كړې ده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو مولوي بشير عرفاني ٬ سيد بشير اندرابي ٬ محمد ياسين عطائي ٬ خواجه فردوس ٬ ياسمين راجه ٬ زمروده حبيب ، …
هند د كال 1947 څخه د كشميري اولس نسل كشي كوي ٬ كل جماعتي حريت كنفرنس
سرینګر۔25اکتوبر(اے پی پی) كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو وئيلي دي هند د كال 1947 څخه د كشميري اولس نسل كشي كوي او د مكر وفريب او طاقت د لارې يۍ په كشمير غېر قانوني قبضه كړې ده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو مولوي بشير عرفاني ٬ سيد بشير اندرابي ٬ محمد ياسين عطائي ٬ خواجه فردوس ٬ ياسمين راجه ٬ زمروده حبيب ، فریدہ جی، جاوید احمد میر، فیاض حسین جعفری، سید سبط شبیر قمی، محمد شفیع لون ، هلال احمد وار، مولانا مصیب ندوی، شفیق الرحمان، پیر سید تصدق، ایډووکېټ ارشد اقبال او محمد عاقب په سرينګر كښې جاري شوو خپلو بيانونو كښې وئيلي دي هند په 27 اكتوبر كال 1947 د نيمې وچې د وېش فارمولې ښكاره خلاف ورزي كولو سره په جموں وكشمير قبضه وكړه كومه چې كشميري اولس كله هم قبوله كړې نه ده او د دې په ضد يۍ بلها قربانۍ وركړې دي۔ دوئي ووئيل هندي حكومت 5 اګست كال 2019ء څخه وروستو په مقبوضه سيمه كښې ظلم او جبر لا زيات كړے دے۔ دوئي ووئيل كشميرے اولس به د اكتوبره 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه لمانځي دغسې چې نړۍ ته دا ښكاره كړې شي چې هغوي د هند غېر قانوني قبضه كله هم نه قبلوي او تر كومې چې دوئي ته د خپلواكۍ حق وركړے شوے نه وي دوئي به خپلې سولييزې هلې ځلې روانې ساتي۔










