پېښور 24 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د پوليو ورکرز د پوليو رنځ خاتمې لپاره په حقيقي توګه هڅې كوي٬ د پوليو په خاتمه كښې د ښځينه وركرز كردار د ستائنې وړ دے، كوم اتحاد سره چې د كرونا مقابله شوې هم ھغه اتحاد سره به د دې رنځ خاتمه باوري كول وي۔ د نهې په ورځ په نشتر هال كښې د …
پوليو ورکرز د پوليو رنځ خاتمې لپاره په حقيقي توګه هڅې كوي۔ ګورنر حاجي غلام علي
پېښور 24 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د پوليو ورکرز د پوليو رنځ خاتمې لپاره په حقيقي توګه هڅې كوي٬ د پوليو په خاتمه كښې د ښځينه وركرز كردار د ستائنې وړ دے، كوم اتحاد سره چې د كرونا مقابله شوې هم ھغه اتحاد سره به د دې رنځ خاتمه باوري كول وي۔ د نهې په ورځ په نشتر هال كښې د يونيسف٬ ډبليو اېچ او٬ روټري انټرنېشنل او د پوليو مخنيوي پروګرام خېبر پښتونخوا مشتركه دستورې ته د خاص مېلمه په توګه خپله وېنا كښې حاجي غلام علي ووئيل اولس ته خواست كوم چې ھغوي خپله پوليو وركرز كور ته راوبلي او خپلو كوچنيانو ته د پوليو څانكي وركړي۔ په دستوره كښې د هېلتھ ډائرېكټر جنرل ډاکټرشوکت علي، د پېښور کمشنر محمد زبېر، ډي سي آفاق وزير، د روټري انټرنيشنل، اي پي آئي پروګرام ډائريکټر ډاکټرعارف پشمول د پوليو روكرز او نورو ګډون وكړو










