د آزاد جموں و کشمیر 76مه د تاسيس ورځ لمانځلې شي

مظفرآباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) د آزاد جموں و کشمیر 76مه د تاسیس ورځ نن د نهې په ورځ ملي جوش او جذبې او د دې لوظ پخلي سره لمانځلې شي چې د هند ناجائزه قبضې څخه د كشمير آزادۍ او د ټولې مقبوضه سيمې پاكستان سره تر ضم كېدو به ستړې روانې ساتلې شي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د ورځې پېل په رياستي پلازمينه مظفرآباد كښې د 21 …

مظفرآباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) د آزاد جموں و کشمیر 76مه د تاسیس ورځ نن د نهې په ورځ ملي جوش او جذبې او د دې لوظ پخلي سره لمانځلې شي چې د هند ناجائزه قبضې څخه د كشمير آزادۍ او د ټولې مقبوضه سيمې پاكستان سره تر ضم كېدو به ستړې روانې ساتلې شي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د ورځې پېل په رياستي پلازمينه مظفرآباد كښې د 21 توپو سلامۍ او په جوماتونو كښې د كشمير آزادۍ او د پاكستان سلامتيا لپاره خاص دعاګانو څخه وكړے شو۔ د مظفرآباد په پرېډ ګراؤنډ كښې يوه دستوره وكړې شوه په كومه كښې چې د آزاد جموں و کشمیر صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدری او وزیر اعظم چودھری انوار الحق ملي بېرغ هسك كړو۔ په دې موقعه د پاكستان سوكالۍ ٬ سالميت او د مقبوضه سيمې آزادۍ لپاره دعاګانې وغوښتلې شوې۔ په دې موقعه د آزاد كشمير په نورو سيمو كښې هم د دې ورځې مناسبت سره دستورې وكړې شوې په كومو كښې چې مقررينو د آزاد جموں وكشمير حكومت او اولس ته د رياست جموں وكشمير په 76 مه كاليزه مباركي وركړه۔ دوئي د مودي په مشرۍ كښې د بي جے پي حکومت د مقبوضه کشمیر د آبادۍ تناسب په ناوړه كولو اندېښنه ښكاره كولو مسلم اکثریتی شناخت په اقلیت كښې بدلول د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي وګرځوله۔ دوئي ووئيل دا ډول غېر قانوني او ظالمانه اقداماتو سره كشميرې اولس د آزادۍ تحريك څخه منع كېدې نه شي۔ دوئي ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير مسئلې حل كېدو نه غېر په منطقه كښې د تلپاتي امن خوب ريښتيا كېدې نه شي