اسلام آباد/مظفرآباد 23 اکتوبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې او د اېل او سي دواړو اړخونو ته به مېشته كشميريان 27م اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځي ٬ په دې ورځ په كال 1947 كښې هندي ځواكونه په غېر قانوني توګه سرينګر كښې داخل شوې چې په سبب ئې غېر قانوني قبضه او په بې ګناه كشميريانو ظلم او زياتې پېل شوې وو٬ دا ورځ هر كال د …
ګرده نړۍ كښې او د اېل او سي دواړو اړخونو ته به مېشته كشميريان 27م اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځي
اسلام آباد/مظفرآباد 23 اکتوبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې او د اېل او سي دواړو اړخونو ته به مېشته كشميريان 27م اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځي ٬ په دې ورځ په كال 1947 كښې هندي ځواكونه په غېر قانوني توګه سرينګر كښې داخل شوې چې په سبب ئې غېر قانوني قبضه او په بې ګناه كشميريانو ظلم او زياتې پېل شوې وو٬ دا ورځ هر كال د تورې ورځ په توګه لمانځلې شي دغسې چې د هند د غېر قانوني قبضې په ضد احتجاج وكړې شي او نړيوالې ورورولۍ ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو عملي كولو پحقله خپل لوظونه ورياد كړې شي كوم چې د كشميريانو د استصواب رائې د حق ملاتړ كوي۔ په دې لړ كښې په سرينګر كښې په بېلا بېلو سيمو كښې پوسټرز لګولې شوې دي چې پكښې اولس ته اپيل شوې دې چې ھغوي د اكتوبر 27مه ورځ د تورې ورځ په توګه ولمانځلي۔ کل جماعتي حريت کنفرنس (اے پي اېچ سي)، مزاحمتي يوتھ فورم جمو و کشمير، جمو و کشمير وارثين شهيدان، جمو و کشمير سياسي مزاحمتي تحريك، جمو کشمير ډيموکريټك موومنټ، جمو کشمير سټوډنټس فورم او د نورو نتيظمونو لخوا پوسټرز لګولې شوې دي او په ھغې ليكلې شويو ټكو كښې 27م اكتوبر كال 1947 د جمو و كشمير د تاريخ تور باب ګرځولے شوے دے۔ په پوسټرز ليكلي شوي دې چې کشميريان به تر ھغه وخت د آزادۍ خپلې هلې ځلې جارتي ساتي تر څو چې دوي ته د نړيوالې ورورولۍ د لوظونو له مخې د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه شوې










