د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدری انوار الحق په 76 م يوم تاسيس ټول اولس ته مباركي

مظفر آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدری انوار الحق 76 م يوم تاسيس ټول اولس ته مباركي وركړې ده۔ په خپل پېغام كښې ده ووئيل دا ورځ د هغه عظيم شهيدانو د قربانيو نتيجه ده كومو چې د دې سيمې آزادۍ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ ده ووئيل 5 اګست 2019 څخه د هندي پوځ له محاصرې سره مخ مظلومو خوېندو ٬ وروڼو ٬ لونړو او …

مظفر آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدری انوار الحق 76 م يوم تاسيس ټول اولس ته مباركي وركړې ده۔ په خپل پېغام كښې ده ووئيل دا ورځ د هغه عظيم شهيدانو د قربانيو نتيجه ده كومو چې د دې سيمې آزادۍ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ ده ووئيل 5 اګست 2019 څخه د هندي پوځ له محاصرې سره مخ مظلومو خوېندو ٬ وروڼو ٬ لونړو او مشرانو ته باور وركوم چې د آزاد كشمير اولس به د تحريك آزادي كشمير بېرغ زمكې ته پرېوتو ته نه وركوي۔ ده ووئيل د قابض هندي ځواكونو مخې ته په مړانه ودرېدو كشميري وروڼو ته سلام كوؤ۔ ده ووئيل زمونږ د مشرانو قربانۍ مونږ څخه دا غوښتنه كوي چې مونږ خپلو كشميري وروڼو سره استقامت سره ودرېږو۔ ده ووئيل د آزاد حکومت جوړېدو مقصد تحریک آزادی کشمیر دے۔ ده ووئيل زمونږ لومړۍ ترجيح د تحریک آزادی کشمیر ده او دې لپاره مونږ د بشپړه كردار ترسره كولو هڅې كړې ده۔ ده ووئيل قابض هندي پوځ پخ كشمير كښې د ظلم او زياتي نوې لړۍ روانه كړې ده او مقبوضه وادي يۍ د نړۍ په يو لويې زندان كښې بدله كړې ده۔ ده ووئيل د وخت غوښتنه ده چې ملګري ملتونه په خپلو قراردادونو عملدرآمد كولو سره كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل هغه ورځې كه پتاك پروردګار ته منظور وي لرې نه ده چې مقبوضه كشمير به هندي تسلط څخه آزاد شي او پاكستان سره به الحاق وكړي او دې سره به مونږ د د خپل پلار نيكه الحاق پاكستان عزم عملي كړؤ۔