سرینګر۔23اکتوبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړې شوي جموں وكشمير په سرينګر او نورو سيمو كښی پوسټرې لګولې شوي دي د كومو د لارې چې په خلقو زور راوړلې شوې دې چې هغوي دې په جموں وكشمير د هند د غېر قانوني قبضې په ضد د اكتوبر 27 مه نېټه د جمعې ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځي د كشمير ميډيا سروس له مخې …
په سرينګر او نورو سيمو كښې پوسټرې ولګولې شوې٬ كشميري اولس ته د اكتوبر 27 مه نيټه د تورې ورځې په توګه د لمانځلو خواست

مزید خبریں
سرینګر۔23اکتوبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړې شوي جموں وكشمير په سرينګر او نورو سيمو كښی پوسټرې لګولې شوي دي د كومو د لارې چې په خلقو زور راوړلې شوې دې چې هغوي دې په جموں وكشمير د هند د غېر قانوني قبضې په ضد د اكتوبر 27 مه نېټه د جمعې ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځي د كشمير ميډيا سروس له مخې هند په كال 1947 كښې هم په دې ورځ د کشمیری اولس د مرضۍ خلاف په جموں وكشمير قبضه كړې وه۔ په پوسټرو ليكلي شوي دي چې مونږ به تر هغه وخت خپلې ستړې روانې ساتوو تر كومې چې مونږ د نړيوالې ورورلۍ د وعدې لمخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كړې نه وي۔ دا پوسټرې د كل جماعتي حریت کانفرنس، ریزسټنس یوتھ فورم، جموں و کشمیر وارثین شهدا ، جموں و کشمیر پولیټیکل ریزسټنس موومنټ، جموں و کشمیر ډېموکریټک موومنټ، جموں و کشمیر سټوډنټس فورم او نورو لخوا لګولې شوي دي۔ په پوسټرو كښې 27اکتوبر 1947 د كشميري تاريخ تر ټولو زياته توره ورځ ګرځولې شوې ده۔ دا پوسټرې د ټویټر، فیس بک او واټس اېپ په شمول په نورو سوشل میډیا پلېټ فارمز هم شيئر كړې شوي دي۔











