بیجنګ۔21 اکتوبر(اے پی پی) ګوادر بندر ځايې د ’’بېلټ اېنډ روډ‘‘ په لړ كښې سي پېك يوه علامتي منصوبه ده۔ د خالي په ورځ چائنه ميډيا ګروپ په خپل يو رپورت كښې ووئيل چې د ګوادر بندر ځايې پرمختګ او بدلون د چين او پاكستان خلق حېرانه كړي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ګوادر بندر ځايې تعمير سره نه يوازې ځائي اقتصادي پرمختګ په فعاله توګه وده …
د ګوادر بندر ځايې جوړيدو سره دوه لكه څخه زياتو وګړو ته روزګار ترلاسه شوے دے ٬ د چينائي ميډيا رپورټ
بیجنګ۔21 اکتوبر(اے پی پی) ګوادر بندر ځايې د ’’بېلټ اېنډ روډ‘‘ په لړ كښې سي پېك يوه علامتي منصوبه ده۔ د خالي په ورځ چائنه ميډيا ګروپ په خپل يو رپورت كښې ووئيل چې د ګوادر بندر ځايې پرمختګ او بدلون د چين او پاكستان خلق حېرانه كړي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ګوادر بندر ځايې تعمير سره نه يوازې ځائي اقتصادي پرمختګ په فعاله توګه وده موندلې ده بلكې په مباشر او غېر مباشر توګه 2 لكه څخه زياتو وګړو ته روزګار ترلاسه شوے دے۔ ځايي ځوان ماجد عيسی علي 2 كاله وړاندې په ګوادر پورټ آپرېټر چائنا پورټ کنټرول ګروپ كښې شامل شوے وو اوس هغه د چائنا پورټ کنټرول کمرشل کنټریکټ ډپارټمنټ اسسټنټ جنرل منیجر دے۔ د هغه وېنا ده چې د ګوادر پورټ تعمیر سره د خلقو په ژوند كښې زبردست بدلون راغلے دے۔ ده د مثال په توګه د چائنا پاکستان فرېنډشپ روغتون ذكر وكړو۔ ده ووئيل د دې روغتون جوړېدو سره اوس خلق درملنو لپاره په سوؤنو كلوميټر لرې سفر نه كوي ولې چې دوئي دلته د اعلی معيار طبي آسانۍ لري۔ دغسې چائنا پاکستان ووکیشنل اینډ ټیکنیکل کالج جوړېدو سره ځايي وګړو ته عصري ټېكنالوجۍ څخه د استفادې كولو او د هنر زده كولو موقعه ترلاسه شوې ده چې ورسره به دوئي ته په ګوادر پورټ او فري زون كښې د روزګار موقعې په لاس ورشي۔











