اقوام متحدہ۔21اکتوبر(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير منېر اكرم وئيلي دي چې ملګرو ملتونو په غزه كښې هم د جموں وكشمير په څير د عامې وژنې پېښې بندې نه كړې شوې ٬ ده د سلامتي كونسل په 15 كسيزه باډي كښې د اصلاحاتو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د كوم ذمه واري چې نړيوال امن ته وده وركول دي …
ملګرو ملتونو په غزه كښې هم د جموں وكشمير په څير د عامې وژنې پيښې بندې نه كړې شوې ٬ منير اكرم
اقوام متحدہ۔21اکتوبر(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير منېر اكرم وئيلي دي چې ملګرو ملتونو په غزه كښې هم د جموں وكشمير په څير د عامې وژنې پېښې بندې نه كړې شوې ٬ ده د سلامتي كونسل په 15 كسيزه باډي كښې د اصلاحاتو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د كوم ذمه واري چې نړيوال امن ته وده وركول دي د جموں وكشمير په څير په غزه كښې هم د عامې وژنې پېښې بندې نه كړې شوې۔ ده د سلامتي كونسل غړو ته ووئيل چې په مقبوضه فلسطین كښې د اسرائيل په څير د هند 9 لکه عسكرو د كشميري اولس د آزادۍ تحريك ختمولو هڅه كړې ده او دا اتنها خوښي لارښود د كشمير مسئلې حتمي حل ګڼي۔ده هيله ولرله چې عمومي اسمبلي به كارروائي كولو سره د فوري جنګ بندۍ غوښتنه وكړي او په غزه كښې به ځپليو ته د مرستې سامان ورسولې شي۔ ده ووئيل د سلامتي كونسل خامۍ په بنيادي توګه د 5 مستقل غړو برطانیه، چین، فرانس، روس او امریکا وېټو پاور له امله رامخې ته شوي دي۔











