رياض 20 اکتوبر (اے پي پي)د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش سره ټېليفون رابطه كړې او په غزه كښې د جنګ زياتېدو خطرې څخه د راپیدا شوي صورتحال په اړه ئې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔د سعودي خبري اژانس ادارې له مخې محمد بن سلمان په جنګي صورتحال كښې د كمي راوستلو په اهميت د خيالاتو څرګندونه كولو سره وئېلي …
د سعودي ولي عهد د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل سره ټېليفوني تماس٬د غزه په صورتحال د خيالاتو څرګندونه
رياض 20 اکتوبر (اے پي پي)د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش سره ټېليفون رابطه كړې او په غزه كښې د جنګ زياتېدو خطرې څخه د راپیدا شوي صورتحال په اړه ئې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔د سعودي خبري اژانس ادارې له مخې محمد بن سلمان په جنګي صورتحال كښې د كمي راوستلو په اهميت د خيالاتو څرګندونه كولو سره وئېلي دي په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره ټولې هڅې كول پكار دي۔شهزاده محمد بن سلمان په منطقه كښې د امن او استحكام بحالۍ حالات په راپېدا كولو زور راوړولو سره وئېلي دي د دې لپاره ضروري ده چې فلسطينيانو ته د هغوي جائز حقونه وركړې شي۔











