د برتانيې وزيراعظم حماس سره روان جنګ كښې د اسرائيل سره يووالي لپاره تل ابيب ته ورسېد

تل ابيب 19اکتوبر(اے پی پی)د برتانيې وزيراظم رشي سونك حماس سره روان جنګ كښې د اسرائيل سره يووالي څرګندولو لپاره د زيارت په ورځ تل ابيب ته رسېدلے دے ۔د برتانيې خپرونې ادارې رپورټ له مخې ده د اكتوبر 7مې ڼتې څخه د حماس لخوا د اسرائيل په ضد شوې كاروائۍ د ترهه ګرۍ ناوړه اقدام ګرځولو سره د دې سخت غندنه او اسرائيل سره ئې د يووالي څرګندونه كړې …

تل ابيب 19اکتوبر(اے پی پی)د برتانيې وزيراظم رشي سونك حماس سره روان جنګ كښې د اسرائيل سره يووالي څرګندولو لپاره د زيارت په ورځ تل ابيب ته رسېدلے دے ۔د برتانيې خپرونې ادارې رپورټ له مخې ده د اكتوبر 7مې ڼتې څخه د حماس لخوا د اسرائيل په ضد شوې كاروائۍ د ترهه ګرۍ ناوړه اقدام ګرځولو سره د دې سخت غندنه او اسرائيل سره ئې د يووالي څرګندونه كړې ۔ده د نړيوال قوانين له مخې د اسرائيل د خپلې دفاع حق له د ملاتړ څرګندونه وكړه۔د دې نه پس اسرائيلي صدر آئيزك هرزوګ سره ملاقات كښې ده په غزه كشې د موجودو عامو فلسطينيانو لپاره د بشري همدردۍ په بنياد سمدستي د مرستې اهميت سره هم اتفاق وكړو۔ده اسرائيل اولس ته ووئيل د حماس د ناوړه ترهه ګرۍ په نخښه جوړېدو زه د خپلې خوا اود برتانيې اولس لخوا تاسو سره د يووالي څرګندونه كوم ۔دغسې اسرائيل ته د رسېدو نه پس د برتانيې وزيراعظم رشي سونك مهمو اسرائيلي لارښودونه سره ملاقاتونه وكړل۔

مزید خبریں