پاکستان د جنګ بندۍ په اړه سلامتي كونسل كښې د وړاندې شوي قرارداد د امريكې لخوا په ويټو كولو د افسوس څرګندونه وكړه

ملګري ملتونه 19 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د اسرائيل فلسطين په شخړه جنګ بندۍ لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د وړاندې شوي قرارداد د امريكې لخوا په ويټو كولو د افسوس څرګندونه كړې ده٬ په دې قرارداد كښې د لكهونو په شمېر فلسطينيانو ته د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې وركولو غوښتنه شوې وه ٬ په 15 كسيزه سلامتي كونسل كښې د برازيل لخوا په وړاندې …

ملګري ملتونه 19 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د اسرائيل فلسطين په شخړه جنګ بندۍ لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د وړاندې شوي قرارداد د امريكې لخوا په ويټو كولو د افسوس څرګندونه كړې ده٬ په دې قرارداد كښې د لكهونو په شمېر فلسطينيانو ته د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې وركولو غوښتنه شوې وه ٬ په 15 كسيزه سلامتي كونسل كښې د برازيل لخوا په وړاندې كړې شوي قرارداد كښې د وګړو په ضد د هر ډول تشدد غندنه شوې وه چې په ملاتړ كښې ئې 12 رائے كاسټ شوي او امريكې د دې قرارداد په ضد د ويټو كولو خپل حق استعمال كړو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منير اکرم د ووټنګ نه پس د سلامتي كونسل په هنګامي غونډه كښې ووئيل پاکستان په سمدستي توګه د جنګ بندۍ ملاتړ كوي۔ د يادونې وړ ده دا غونډه د چين٬ روسيه او متحده عرب امارات لخوا د غزه په خرابېدونكي صورتحال بحث لپاره رابللې شوې وه۔

مزید خبریں