بيجنګ 19 اکتوبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د "بېلټ اېنډ روډ" د اعليٰ معيار مشتركه تعمير له ټكلاره وړاندې كړې ده۔ د چين ميډيا له مخې "بېلټ اېنډ روډ" انيشي اېټو د مشتركه تعمير د لسمې سالګرې په موقع شي جن پنګ په دې لړ كښې خاكه جوړه كړې او د چين مخصوص ايکشن پلان مخ په وړاندې بوتللو كښې ئې قائدانه كردار لوبولے، كوم …
د چين صدر د “بېلټ اېنډ روډ” په اړه د اعليٰ معيار مشتركه تعمير له تګلاره وړاندې كړې
بيجنګ 19 اکتوبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د “بېلټ اېنډ روډ” د اعليٰ معيار مشتركه تعمير له ټكلاره وړاندې كړې ده۔ د چين ميډيا له مخې “بېلټ اېنډ روډ” انيشي اېټو د مشتركه تعمير د لسمې سالګرې په موقع شي جن پنګ په دې لړ كښې خاكه جوړه كړې او د چين مخصوص ايکشن پلان مخ په وړاندې بوتللو كښې ئې قائدانه كردار لوبولے، كوم ته چې “بېلټ اېنډ روډ” انيشي ايټو منظم “اپ ګريډنګ” وائي۔ ده وئيلې دي “بېلټ اېنډ روډ” مشترکه تعمير، پرمختګ او په ګټه اډانه مرستې ته وده وركوي٬ مونږ د نظرياتي محاذ آرائۍ، جغرافيائي سياسي لوبو، د بلاك سياسي محاذ آرائۍ، يو اړخيزه بنديزونو، معاشي جبر او د “ډي کپلنګ” هېڅ كله برخه نه يوو۔ خپلې وېنا كښې شي جن پنګ د “بېلټ اېنډ روډ” د اعليٰ معيار د مشترکه تعمير ملاتړ لپاره د چين د اته اقدامات اعلان وكړو۔ په دې كښې بېلټ اېنډ روډ د رابطې درې اړخيزه نېټ ورك جوړول٬ د پرانستي نړيوال معيشت ملاتړ٬ عملي مرسته، ماحول دوسته پرمختګ، سائنسي او تکنيکي جدت خپلول، د بېلا بېلو هېوادونو د اولسونو ترمېنځه روابط ٬ د بدعنوانۍ نه پاكه لاره او د “بېلټ اېنډ روډ” د نړيوالې مرستې مېكانزم لا ښه كول شامل دي۔ ده ووئيل په تېرو لسو كالو كښې د 150 نه زياتو هېوادونو او د 30 نه زياتو نړيوالو تنظيمونو په مشتركه توګه “بېلټ اېنډ روډ” جوړولو لپاره چين سره د مرستې په دستاوېزات لاسليك كړے چې پكښې نزدې يو ټرېلين امريكائي ډالره سرمايه كاري شوې ٬ د دريو زرو نه زياتې د مرستې منصوبې جوړې شوي٬ په شراكتداره هېوادونو كښې 4 لكه شل زره ملازمتونه رامخې ته شوې او نزدې 40 مېليونه كسان د غربت نه رابهر كړې شوي۔ د يادونې وړ ده په بيجنګ كښې نړيوالې مرستې لپاره درېم بېلټ اېنډ روډ فورم په پرانستې دستوره كښې 140 څخه زيات هېوادونه او د 30 نه د زياتو نړيوالو تنظيمونو نمائندګانو ګډون كولو۔











