د چين صدر شي جنګ پنګ او د روس صدر ولادي مير پيوټن ملاقات

بيجنګ 18اکتوبر(اے پی پی)د چين صدر شي جن پنګ په بيجنګ كښې په لويې اولسي هال كښې د روس صدر ولادي مير پيوټن سره ملاقات كړے كوم چې د دريم بيلټ اينډ روډ نړيوالې مرستې په فورم كښې ګډون لپاره راغلے دے۔د چين مېډيا رپوټس له مخې د شورو په ورځ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو ودې او په نړيوالو او سيمه ايزو چارو تفصيلي خبرې ا …

بيجنګ 18اکتوبر(اے پی پی)د چين صدر شي جن پنګ په بيجنګ كښې په لويې اولسي هال كښې د روس صدر ولادي مير پيوټن سره ملاقات كړے كوم چې د دريم بيلټ اينډ روډ نړيوالې مرستې په فورم كښې ګډون لپاره راغلے دے۔د چين مېډيا رپوټس له مخې د شورو په ورځ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو ودې او په نړيوالو او سيمه ايزو چارو تفصيلي خبرې ا شوي۔په دې موقع د چين صدر ووئيل زه په دې خوشحاله شوم چې د دواړو هېوادونو حكومتونو٬ ادارو او اړوندو سيمو په شوو مهمو چارو اتفاق عملي كولو له هر ممكن هڅې كړي او د دواړو هېوادونو ترمينځه سياسسي باور زياتېږي٬ ده ووئېل اسټريټجك كوآرډينېشن نزدې او موثر كېږي٬دوه اړخيزه تجارتي حجم رېكارډ كچې ته رسېدلے او دواړه هېوادونو د 200 ارب ډالرو هدف پلو مخ په وړاندې روان دي۔

مزید خبریں