جنيوا 18اکتوبر(اے پی پی)د روغتيا نړيوالې ادارې(ډبليو اېچ او)د غزه په روغتونونو د اسرائيل د بريدونو غندنه كولو سره د وګړو د سمدستي تحفظ غوښتنه كړې ده ۔د ملګرو ملتونو د روغتيا ايجنسۍ جاري شوي بيان كښې وئېلي دي مونږ په روغتونونو د بريدونو سخته غندنه كوو۔د ډبليو اېچ او هنګامي حالات ډائرېكټر مائيكل ريان وئېلي دي د روغتيا په خيال ساتلو ځايونو كوم هم ډول بريد د نړيوال قانون …
د روغتيا نړيوالې ادارې د غزه په روغتون د اسرائيل بريدونه وغندل ٬د وګړو د سمدستي تحفظ غوښتنه
جنيوا 18اکتوبر(اے پی پی)د روغتيا نړيوالې ادارې(ډبليو اېچ او)د غزه په روغتونونو د اسرائيل د بريدونو غندنه كولو سره د وګړو د سمدستي تحفظ غوښتنه كړې ده ۔د ملګرو ملتونو د روغتيا ايجنسۍ جاري شوي بيان كښې وئېلي دي مونږ په روغتونونو د بريدونو سخته غندنه كوو۔د ډبليو اېچ او هنګامي حالات ډائرېكټر مائيكل ريان وئېلي دي د روغتيا په خيال ساتلو ځايونو كوم هم ډول بريد د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ده ووئيل د دې شخړو سمدستي ختمولو او وګړو ته د تحفظ وركولو ضرورت دے او نړيوالې ورورولۍ له د اسرائيل د دې خلاف ورزۍ غندنه پكار ده۔











