ملګري ملتونه 18اکتوبر(اے پی پی) پاكستان غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د روس وړاندې كړي قرارداد په نه منظورېدو د سلامتي كونسل په ناكامۍ د مايوسۍ څرګندونه كړې ده ۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم اے پي پي ته ووئېل پاكستان ځينې عرب او د او آئي سي غړو هېوادونو سره په ګډه د دې قرارداد ملاتړ كړے ؤ ۔ده ووئيل په دې پړاو غزه كښې …
پاكستان غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د روس وړاندې كړي قرارداد په نه منظورېدو د سلامتي كونسل په ناكامۍ د مايوسۍ څرګندونه وكړه
ملګري ملتونه 18اکتوبر(اے پی پی) پاكستان غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د روس وړاندې كړي قرارداد په نه منظورېدو د سلامتي كونسل په ناكامۍ د مايوسۍ څرګندونه كړې ده ۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم اے پي پي ته ووئېل پاكستان ځينې عرب او د او آئي سي غړو هېوادونو سره په ګډه د دې قرارداد ملاتړ كړے ؤ ۔ده ووئيل په دې پړاو غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ ضرورت دے او د روسيې مسوده قرارداد چې پكښې په سمدستي توګه په بشري بنيادونو د جنګ بندۍ غوښتنه شوې وه د سلامتي كونسل لخوا په منظورولو كښې ناكامي د مايوسۍ وړ ده۔د دې قرارداد امريكې٬برتانيه٬فرانس او جاپان مخالفت كړے ؤ او البانيه٬برازيل٬ايكواډور٬ګهانا٬مالټا او سوئټزر لينډ په دې قرارداد د رائے په شمېره كښې برخه نه ده اخستې او د دغې په سبب دا قرارداد منظور نه شو۔د قرارداد ملاتړ چين٬ګيبون٬موزمبيق٬ د روس فېډرېشن او متحده عرب امارات كړے ؤ ۔د دې قرارداد د تيارۍ او دا سلامتي كونسل ته د وړاندې كولو ملاتړ پاكستان٬بحرين٬اردن٬سعودي عرب٬مصر٬متحده عرب امارات٬قطر٬كويت٬عمان٬لبنان٬يمن٬انډونېزيا٬ ملائېشيا٬ تركي ٬بنګله دېش٬مالديپ٬موريطانيه٬سوډان٬جبوتي٬اريټريا او مالي-زمبابوے٬نكاراګو او وينزويلا كړے ؤ او فلسطين هم د دې مسودې ملاتړ كړے ؤ ۔











