ماسکو 17 اکتوبر (اے پي پي) د روسيه پارلمان (ډوما) د اتومي تجربو د جامع بنديز لوظنامه سي ټي بي ټي توثيق منسوخ كړے دے ۔ د روسيه خبر رسنې ادارې له مخې روسي په دې لړ كښې مسوده په 13م اكتوبر په ډوما كښې جمع كړې وه٬ په مسودہ د رائے شمېرو په مهال د ډوما په 450 كښې 412 غړو ملاتړ كړے او خلاف يو ووټ نه دې …
د روسيه پارلمان د اتومي تجربو د بنديز لوظنامه سي ټي بي ټي توثيق منسوخ كړو
ماسکو 17 اکتوبر (اے پي پي) د روسيه پارلمان (ډوما) د اتومي تجربو د جامع بنديز لوظنامه سي ټي بي ټي توثيق منسوخ كړے دے ۔ د روسيه خبر رسنې ادارې له مخې روسي په دې لړ كښې مسوده په 13م اكتوبر په ډوما كښې جمع كړې وه٬ په مسودہ د رائے شمېرو په مهال د ډوما په 450 كښې 412 غړو ملاتړ كړے او خلاف يو ووټ نه دې كاسټ شوے ٬ د دې بل مسوده قانون د ډوما نزدې ټولو غړو په شريكه لېكلې وه٬ دې بل د جامع نيوکليئر ټيسټ د بندېز لوظنامې د توثيق پحقله د قانون آرټيكل ون منسوخ كړے په كومه چې روسيه په 24م ستمبر كال 1996 كښې لاسليك كړے ٶ۔











