ماسکو 16 اکتوبر (اے پي پي) د روسيه خارجه وزير سرګئي لاوروف د بېلټ اينډ روډ منصوبې (بي آر آئي) د لسو كالو په ترسره كېدو كېدونكسې د نړيوالو مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه كښې ګډون لپاره چين ته رسېدلے دے۔ د فرانس ميډيا له مخې خارجه وزير خپل ټويټ كښې ووئيل زه بيجنګ ته رسېدلے يم او زما د چين خارجه وزير وانګ يې سره ملاقات شوے۔ د يادونې …
د روسيه خارجه وزير د نړيوالو مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه كښې ګډون لپاره چين ته ورسېد
ماسکو 16 اکتوبر (اے پي پي) د روسيه خارجه وزير سرګئي لاوروف د بېلټ اينډ روډ منصوبې (بي آر آئي) د لسو كالو په ترسره كېدو كېدونكسې د نړيوالو مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه كښې ګډون لپاره چين ته رسېدلے دے۔ د فرانس ميډيا له مخې خارجه وزير خپل ټويټ كښې ووئيل زه بيجنګ ته رسېدلے يم او زما د چين خارجه وزير وانګ يې سره ملاقات شوے۔ د يادونې وړ ده چين د بي آر آئي په يوه لسيزه ترسره كېدو په 17م او 18م اكتوبر د 130 هېوادونو د نمائندګانو كوربتوب كوي۔











