بيجنګ 16 اکتوبر (اے پي پي) د کميونسټ پارټي آف چائنا تشهير څانګې د مرکزي کميټۍ نائب وزير او د چائنا ميډيا ګروپ صدر شين هائي شيونګ وئيلي دي د بېلټ اېنډ روډ له مخې د فلم او ټيلي ويژن په اړه د نړيوالې مرستې اجراء شوې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ګل په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل په دې لړ كښې …
د بېلټ اېنډ روډ له مخې د فلم او ټيلي ويژن په اړه د نړيوالې مرستې اجراء
بيجنګ 16 اکتوبر (اے پي پي) د کميونسټ پارټي آف چائنا تشهير څانګې د مرکزي کميټۍ نائب وزير او د چائنا ميډيا ګروپ صدر شين هائي شيونګ وئيلي دي د بېلټ اېنډ روډ له مخې د فلم او ټيلي ويژن په اړه د نړيوالې مرستې اجراء شوې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ګل په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل په دې لړ كښې په دستوره كښې د چين د كلتور او سېلګرۍ وزارت٬ په چين كښې د نکاراګوا، تھائي لېنډ، ايران او د تنزانيه پشمول د نورو هېوادونو سفيرانو او د بېلټ اېنډ روډ شراكت دار هېوادونو د ميډيا ذمه وارو ګډون كړے ۔ په دستوره كښې په باضابطه توګه د سلك روډ د مشتركه كميونټۍ غړو په مرسته جوړ كړے شوے دستاويزي فلم “چائنا تھرو دي لېنسس” نړيوال پريميئر وكړے شو٬ په فلم كښې 14 غېر ملكي فوټوګرافرز د ځانګړي نقطه نظر د لارې د چين د پرمختګ او د بدلون قيصۍ وړاندې كړې۔ په پرېس کنفرنس كښې د وړومبني “بېلټ اېنډ روډ” په تھيم نيو ميډيا ايونټ او د “يوتھ ويژوئل ميډيا فيسټيول” د ښو پروګرامونو سكريننګ هم پېل كړے شو چې پكښې د چين، امريکه او اټاليه پشمول د 7 هېوادونو څخه د 300 نه زياتې فن پارې راغلي دي۔











