د او آئي سي د فلسطيني وګړو په زبردستۍ بې كوره كولو او د اسرائيلي پوځي جارحيت سخته غندنه

اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) عمومي سېكرټرېټ د خالي په ورځ د اسرائيل قابض پوځ لخوا د فلسطيني وګړو په زبردستۍ د بې كوره كولو غوښتنې او د بشري خواخوږۍ په بنياد د منتقلۍ هڅې په قطعي توګه مسترد او غندلو سره وئيلي چې د اسرائيلي قبضې د لاسه د ګاونډي هېوادونو ستونزې سوا شوي دي٬ د او آئی سی سېکرټرېټ، جدہ لخوا د …

اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) عمومي سېكرټرېټ د خالي په ورځ د اسرائيل قابض پوځ لخوا د فلسطيني وګړو په زبردستۍ د بې كوره كولو غوښتنې او د بشري خواخوږۍ په بنياد د منتقلۍ هڅې په قطعي توګه مسترد او غندلو سره وئيلي چې د اسرائيلي قبضې د لاسه د ګاونډي هېوادونو ستونزې سوا شوي دي٬ د او آئی سی سېکرټرېټ، جدہ لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي پرېس ريليز كښی وئيلې شوي چې او آئی سی په غزه كښې د ناكه بندۍ سخته غندنه كوي ولې چې د اسرائيل دا اقدامات د نړيوال بشري قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔ تنظيم نړيوالې ورورلۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د فلسطيني اولس په ضد هر ډول اسرائيلي جارحيت بندولو له فعاله ګامونه پورته كړي كوم چې يو ځانګړې بشري تباهۍ لپاره خطره ګرځېدې شي۔ او آئي سي غزه ته د ضروري مرستې سامان رسولو له د بشري خواخوږۍ راهداريو جوړولو په ضرورت هم زور راوړو۔

مزید خبریں