د پاكستان مهمه سفارتي كاميابي ٬ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل د پاكستان لخوا د وړاندې كړي قرارداد مسوده منظور كړه

جنېوا۔13اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل د پاكستان سفير لخوا د وړاندې كړي قرارداد د مسودې منظوري وركړې ده په كوم كښې چې د پرمختګ حق د بشري حق په توګه ګرځولے شوے او په پرمختګ كښې د بشري پرمختګ د مركزي كردار اهميت تسليم كړے شوے۔ دا قرارداد د پاكستان سفير ضمير اكرم وړاندې كړو۔ په 47 كسيزه كونسل كښې د مسودې په حق كښې …

جنېوا۔13اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل د پاكستان سفير لخوا د وړاندې كړي قرارداد د مسودې منظوري وركړې ده په كوم كښې چې د پرمختګ حق د بشري حق په توګه ګرځولے شوے او په پرمختګ كښې د بشري پرمختګ د مركزي كردار اهميت تسليم كړے شوے۔ دا قرارداد د پاكستان سفير ضمير اكرم وړاندې كړو۔ په 47 كسيزه كونسل كښې د مسودې په حق كښې 29 او مخالفت كښې 13 رائے راغلي ٬ 5 غړو د رائے كارولو عمل كښې ګډون ونه كړو۔ د نزدې 40 كاله بېن الحكومتي خبرو اترو څخه وروستو د پرمختګ حق ته د ودې وركولو پلو دا مهمه كاميابي او يو مهم سنګ ميل دے۔ د پرمختګ كولو حق داسې بشري حق دے كوم چې پرمختګ كوؤنكي هېوادونه د ملګرو ملتونو د چارتر او د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې له مخې د تېرو څلورو لسيزو څخه خپلو وګړو ته وركوي۔ د دې مقصد دا خبره باوري كول دي چې د پرمختګ كولو حق د نورو بشري حقونو برخه ده۔ هیومن رائټس کونسل په كال 2018 كښې د وركنګ ګروپ مشر پاکستانی سفیر ضمیر اکرم ته په دې اړه مسودہ تیارولو امر كړے ؤ كومه چې د کونسل په مئی 2023 كښې شوې غونډه كښې وړاندې كړې شوې وه او كونسل هغه منظور كړې وه۔ په ملګرو ملتونو كښې د بېلو هېوادونو استازو د قرارداد مسودې منظوري د پاكستان يوه مهمه كاميابي ګرځولې ده۔

مزید خبریں