د فلسطين اسرائيل شخړې حل دوه رياستي فارموله ده۔چين

بيجنګ 13اکتوبر(اے پی پی)چين وئېلي دي فلسطين او اسرائيل د شخړې څخه د ويستلو لاره"دوه رياستي فارموله ده"د چين خبري اژانس له مخې د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين پرېس كنفرنس كښې وئېلي دي د كميونسټ پارټۍ آف چائنا مركزي كمېټۍ سياسي بيورو غړي او د سي پي سي سينټرل كمېټۍ خارجه چارو دفتر ډائرېكټر وانګ اي د برازيل صدر چيف خاص مرستيال اموريم سره په ټېليفون د فلسطين …

بيجنګ 13اکتوبر(اے پی پی)چين وئېلي دي فلسطين او اسرائيل د شخړې څخه د ويستلو لاره”دوه رياستي فارموله ده”د چين خبري اژانس له مخې د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين پرېس كنفرنس كښې وئېلي دي د كميونسټ پارټۍ آف چائنا مركزي كمېټۍ سياسي بيورو غړي او د سي پي سي سينټرل كمېټۍ خارجه چارو دفتر ډائرېكټر وانګ اي د برازيل صدر چيف خاص مرستيال اموريم سره په ټېليفون د فلسطين اسرائيل شخړې په اړه د خيالاتو څرګندونه كړې۔د تېرو څو ورځو راهسې د مينځني ختيز په مسئله د چين حكومت خاص استازي ژائي جون د فلسطين٬اسرائيل٬مصر او سعودي عرب پشمول د مينځني ختيز نورو هېوادونو ذمه وار سفارتي شخصيات سره په ټېليفون خبرې كړي دغسې چې د فلسطين او اسرائيل صورتحال نور خراب نه شي او د عامو وګړو تحفظ وكړے شي او د بشري تباهۍ څخه وساتلے شي۔ده ووئيل د فلسطين او اسرائيل ترمينځه سوله ايز امن ترلاسه كولو لپاره نړيوالې ورورولۍ له خپلې ذمه وارۍ ترسره كول پكار دي او د امن عمل بحالۍ لپاره سازګار ماحول راپیدا كول پكار دي۔

مزید خبریں