د غزه محاصره دې ختمه او وګړو ته دې د مرستې رسولو اجازه وركړې شي٬ عرب ليګ

قاهرہ۔12اکتوبر(اے پی پی) د عرب خارجه وزيرانو په غزه كښې جنګ بندولو له نړيوالې ورورولۍ څخه د فوري كارروايۍ كولو غوښتنه كولو سره وئيلي دي د غزہ محاصرہ دې ختمه او وګړو له دې د مرستې سامان رسولو اجازه وركړې شي۔ د عرب خپرونې ادارې له مخې عرب خارجه وزيرانو په قاهره كښې د بېړنۍ غونډې په ترسره كېدو ووئيل د عامو وګړو په نخښه كولو د فريقېن غندنه كوؤ۔ …

قاهرہ۔12اکتوبر(اے پی پی) د عرب خارجه وزيرانو په غزه كښې جنګ بندولو له نړيوالې ورورولۍ څخه د فوري كارروايۍ كولو غوښتنه كولو سره وئيلي دي د غزہ محاصرہ دې ختمه او وګړو له دې د مرستې سامان رسولو اجازه وركړې شي۔ د عرب خپرونې ادارې له مخې عرب خارجه وزيرانو په قاهره كښې د بېړنۍ غونډې په ترسره كېدو ووئيل د عامو وګړو په نخښه كولو د فريقېن غندنه كوؤ۔ د عرب ليګ مرستيال سېكتر حسام زكي د غونډې په ختمېدو قرارداد پیش كړو۔ په قرارداد كښې وئيلې شوي چې د غزه په ضد دې جنګ په فوري توګه بند كړے شي۔ ټول فريقېن دې زغم څخه كار واخلي۔ نړيواله ورورولي دې جنګ بندۍ له فوري اقدام وكړي۔ د بشري مرستې فلسطيني وګړو ته د رسېدو دې اجازه وركړې شي۔ په قراداد كښې په دې هم زور راوړلے شو چې اسرائيل دې غزه ته د برېښنا او اوبو قطع كولو پرېكړه منسوخ كړي۔ غونډه كښې د فلسطينو وګړو په خپله خاوره د ټينګ پاتے كېدو ملاتړ وكړے شو۔ دا هم ووئيل شول چې د فلسطين سيمو په تازه صورتحال نظر ساتلو له به غونډه پرله پسې روانه ساتلې شي۔

مزید خبریں