تل ابيب 09 اكتوبر (اے پي پي)د فلسطيني د مزاحمتي تحريك حماس او د اسرائيلي ځواكونو ترمينځه سختې نښتې په درېمه ورځ هم روانې دي چې پكښې تراوسه د وژلے شوو اسرائيلي ځواكونو او وګړو شمېره 700 څخه زياته شوې۔ټائمز آف اسرائيل د اسرائيل ډيفنس ځواكونو وياند ډينيئل هګاري په اړه وئېلي دي د غزه پولې سره نزدې سوئېلي اسرائيل كښې بيري٬كفار٬عزا٬نيريم او الوميم پشمول په شپږو ځايونو نښتې روانې …
د حماس او اسرائيلي ځواكونو ترمينځه سختې نښتې روانې دي٬د مړو شمېره د 700 څخه زياته شوه
تل ابيب 09 اكتوبر (اے پي پي)د فلسطيني د مزاحمتي تحريك حماس او د اسرائيلي ځواكونو ترمينځه سختې نښتې په درېمه ورځ هم روانې دي چې پكښې تراوسه د وژلے شوو اسرائيلي ځواكونو او وګړو شمېره 700 څخه زياته شوې۔ټائمز آف اسرائيل د اسرائيل ډيفنس ځواكونو وياند ډينيئل هګاري په اړه وئېلي دي د غزه پولې سره نزدې سوئېلي اسرائيل كښې بيري٬كفار٬عزا٬نيريم او الوميم پشمول په شپږو ځايونو نښتې روانې دي۔د رپورټ له مخې د اسرائيل ځواكونو د غزه پولې سره نزدې 1148 اهداف په نخښه كړي چې په نتيجه كښې يې 425 فلسطينيان شهيدان شوي۔اسرائيلي ځواكونو په غزه بريد له د فولادي تلوار نامه وركړې ده۔د اسرائيل دفاع وزير يوايوګيلنټ وئېلي دي په غزه كښې پوځي كاروائۍ كښې برخه اغستو لپاره يو لك ريزرو پوځيان طلب كړے شوي ۔د فلسطين روغتيا وزارت له مخې اسرائيلي فضائي بريدونو كښې په مړو شوو كښې ګڼ شمېر ماشومان شامل هم دي۔











