ریاض۔9 اکتوبر(اے پی پی) د فلسطین اتھارټي د اسرائیلي جارحیت بندولو له د عرب خارجه وزيرانو غېر معمولي غونډې راغوښتلو خواست كړے دے۔ د سعودي ورځپاڼې له مخې د عرب ليګ مرستيال سېكتر حسام زکی وئيلي دي جنرل سېکرټرېټ ته د فلسطين لخوا د عرب خارجه وزيرانو بېړنۍ غونډې رابللو خواست ترلاسه شوے۔ ده ووئيل عرب ليګ د جنرل سېکرټرېټ مراکش پشمول بېلو هېوادونو سره زر تر زره د غونډې …
د فلسطين لخوا د عرب خارجه وزيرانو د ناڅاپي غونډې رابللو غوښتنه
ریاض۔9 اکتوبر(اے پی پی) د فلسطین اتھارټي د اسرائیلي جارحیت بندولو له د عرب خارجه وزيرانو غېر معمولي غونډې راغوښتلو خواست كړے دے۔ د سعودي ورځپاڼې له مخې د عرب ليګ مرستيال سېكتر حسام زکی وئيلي دي جنرل سېکرټرېټ ته د فلسطين لخوا د عرب خارجه وزيرانو بېړنۍ غونډې رابللو خواست ترلاسه شوے۔ ده ووئيل عرب ليګ د جنرل سېکرټرېټ مراکش پشمول بېلو هېوادونو سره زر تر زره د غونډې رابللو په لړ كښې مشاورت كوي۔ مراكش دا مهال د عرب ليګ سېشن مشري كوي۔ هڅه ده چې په غونډه كښې د زياتو نه زيات عرب وزيران ګډون وكړي











