اسرائيل ته د دفاع حق وركول د فلسطينيانو د عامې وژنې اجازه ده ٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔9 اکتوبر(اے پی پی)په ملګرو ملتونو كښې فلسطيني استازي ریاض منصور د اسرائیل او فلسطین ترمينځه په تاؤ تريخوالي كښې له زياتوالي وروستو د لوئيديز د غبرګون سخته غندنه كولو سره وئيلي دي نړيواله ورورولي په فلسطينيانو د روانو ظلمونو په خاموشۍ سره تماشا كوي ٬ نړۍ له به دوه اړخيزه معيار پرېښودل وي۔ د سعودی خبر رسنې ادارې له مخې ده په دې خبره زور راوړو چې …

ملګري ملتونه ۔9 اکتوبر(اے پی پی)په ملګرو ملتونو كښې فلسطيني استازي ریاض منصور د اسرائیل او فلسطین ترمينځه په تاؤ تريخوالي كښې له زياتوالي وروستو د لوئيديز د غبرګون سخته غندنه كولو سره وئيلي دي نړيواله ورورولي په فلسطينيانو د روانو ظلمونو په خاموشۍ سره تماشا كوي ٬ نړۍ له به دوه اړخيزه معيار پرېښودل وي۔ د سعودی خبر رسنې ادارې له مخې ده په دې خبره زور راوړو چې اسرائيل ته د دفاع حق وركول د فلسطينيانو د عامې وژنې اجازه ده ۔ ده ووئيل زمونږ هېواد نړۍ د اسرائيل د اقدامات نه څو څو وارې خبر كړې خو نړيوالې ورولۍ هېڅ كارروائي نه ده كړې۔ ده ووئيل په غزه كښې چې څه شوي هغه د دې خبرې غوښتنه كوي چې اسرائيل دې خپله لاره بدله كړي۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې د اسرائيل لخوا د غزې محاصرې سره د وګړو ستونزې زياتې شوي۔ ده ووئيل اسرائيل له به د غزه محاصره ختمول وي او د عامې وژنې پېښو مخنيوي له به مونږ سره په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل فلسطيني اولس لپاره نړيواله تحفظ چرته دے؟ ده ووئيل په فلسطيني اولس چې كوم ظلم او زياتې روان دے نړيواله ورورولي يۍ په خاموشۍ سره تماشا كوي۔ ده ووئيل مونږ انسانان نه يوو چې زمونږ د وژنې اجازه وركولې شي او د اسرائيلي وګړو په وژلے كېدو اعتراض كېږي؟

مزید خبریں