بیجنګ 08 اکتوبر (اے پي پي) د چین خارجه وزارت وئيلي چې چین د فلسطین اسرائیل تاؤ ترېښوالي كښې په اوسني شدت او تشدد زياتيدو تشویش لري،چين په ټولو ډلو زور راوړې چې د صبر او تحمل څخه كار واخلي او په سمدستي توګه جنګ بندي وكړي،د وګړو حفاظت وكړي او صورتحال د نور خرابيدو څخه بچ كړي۔د چين ميډيا له مخې خارجه وزارت وئيلي چې فلسطین او اسرائیل ترمينځه …
چین د اسرائیل فلسطین په شخړه كښې په سمدستي توګه په جنګ بندۍ زور راوړو
بیجنګ 08 اکتوبر (اے پي پي) د چین خارجه وزارت وئيلي چې چین د فلسطین اسرائیل تاؤ ترېښوالي كښې په اوسني شدت او تشدد زياتيدو تشویش لري،چين په ټولو ډلو زور راوړې چې د صبر او تحمل څخه كار واخلي او په سمدستي توګه جنګ بندي وكړي،د وګړو حفاظت وكړي او صورتحال د نور خرابيدو څخه بچ كړي۔د چين ميډيا له مخې خارجه وزارت وئيلي چې فلسطین او اسرائیل ترمينځه شخړه بيا بيا رامخې ته كيدو څخه دا حقیقت په ډاګه شوې چې د امن عمل د اوږدې مودي تعطل د نه قبلولو وړ دې۔ د شخړو حل بنیادی لاره په دوه رياستي فارمولے عمل درآمد او يو آزاد فلسطینی ریاست جوړلو سره تړلې دې۔ نړيوالي ورورولۍ له به د فلسطین په مسئله لا زور راوړلو سره فلسطین او اسرائیل ترمينځه امن مذاکرات زر تر زره بحالول وي او بايد د اوږدې مودي امن ترلاسه كولو لاره ولټولې شي۔











