کوئټه۔19مئی (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو په ژوب کښې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق کاروان ته نزدې د چاودنې پېښې غندنه کړې ده۔ وزيراعلی د ترهه ګرۍ په پېښه کښې د جماعت اسلامي د امير په محفوظ پاتې كېدو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل د پاك پروردګار شكر دے چې د جماعت اسلامي امير سره د خپلو ملګرو سلامت پاتے شوے۔ وزيراعلی په پېښه …
وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو په ژوب کښې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق کاروان ته نزدې د چاودنې پېښه وغندله

مزید خبریں
کوئټه۔19مئی (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو په ژوب کښې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق کاروان ته نزدې د چاودنې پېښې غندنه کړې ده۔ وزيراعلی د ترهه ګرۍ په پېښه کښې د جماعت اسلامي د امير په محفوظ پاتې كېدو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل د پاك پروردګار شكر دے چې د جماعت اسلامي امير سره د خپلو ملګرو سلامت پاتے شوے۔ وزيراعلی په پېښه كښې د پنځو كسانو په ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه وكړه۔ د بلوچستان وزيراعلی د ژوب په روغتونو كښې د اېمرجنسي نافذ كولو ٬ ژوبل كسانو ته د درملنو غوره آسانۍ وركولو او د جماعت اسلامي د امير او د هغه د ملګرو د امنيت لا ټينګولو هدايت هم وكړو۔ وزیراعلٰی ووئيل ترهګر د ناامنۍ خورولو سره خپل ناوړه مقصدونه ترلاسه كول غواړي خو دوئي به دې كښې بريالي كېدو ته پرېښودلې نه شي۔ ده د جماعت اسلامي امير اوږد ژوند ٬ روغتيا او سلامتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه









