پېښور 18 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزیراعلیٰ محمد اعظم خان سره د زيارت په ورځ د ضم شوو ضلعو د مشرانو جرګې په وزيراعلٰې هاٶس كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع جرګې وزيراعلٰې د خپلو سيمو د اولسي مسئلو نه خبر كړو او د دې په ترجيحي بنيادونو حل كولو لپاره ئې د ضروري اقدامات خواست وكړو۔ د ملاقات په مهال د صوبائي څانګو انتظامي …
د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزیراعلیٰ محمد اعظم خان سره د ضم شوو ضلعو مشرانو وليدل٬ په اولسي مسئلو خبرې اترې

مزید خبریں
پېښور 18 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزیراعلیٰ محمد اعظم خان سره د زيارت په ورځ د ضم شوو ضلعو د مشرانو جرګې په وزيراعلٰې هاٶس كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع جرګې وزيراعلٰې د خپلو سيمو د اولسي مسئلو نه خبر كړو او د دې په ترجيحي بنيادونو حل كولو لپاره ئې د ضروري اقدامات خواست وكړو۔ د ملاقات په مهال د صوبائي څانګو انتظامي سېكتران او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ د قبائيلی ضلعو مشرانو لخوا په پورته كړو اولسي مسئلو كښې د برېښنا، تعلیم، صحت، مواصلات او نورو سماجي څانګو سره تړلې مسئلې شاملې وې۔ وزیراعلیٰ محمد اعظم خان د دغه مسئلو حل لپاره اروندو چارواكو ته په موقع احكامات جاري كړل او دوي ته ئې خپلو څانګو سره د تړلو مسئلو په ترجيحي بنيادونو حل لپاره د اقدامات كولو او د پېشرفت نه د هغه د خبرولو امر وكړو









