آستانہ ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د اسلامي نړۍ محققينو او طالبعلمانو لپاره يو زړه راكښونكې پېكج اعلان كړې چې ورسره به زلمو طالبعلمانو او سائنسمدارو ته پاكستان كښې د زده كړې او تربيې پراخه موقعې په لاس راشي۔ اولس مشر دا اعلان آستانه كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ په سرخط د او آئي سي د مشرانو اولنۍ غونډه كښې خپل دوهم خطاب كښې وكړو۔ …
د پاكستان حكومت د ټولنې او د نوي دور غوښتنو ترمينځھ همغږي پېدا كولو له د اوږدې مودې او بشپړه منصوبه بندي كړې۔ پاكستان غواړي چې د ویژن 2030ء په ثمراتو كښې اسلامي ورورولي هم شريك كړې شي۔ پاكستان د وروڼو اسلامي هېوادونو زده كوؤنكو له په لوړو زده كړو او د سائنسمدارو صلاحيتونو كښې اضافې له يو ګټور پروګرام تيار كړې۔ د اسلامي نړۍ د كركيلې ٬ طبي او صنعتي سائنسمدارو ته به د آئی اے ای اے په دائره كار كښې پاتې كېدو سره تربيه وركولې شي۔ د اولس مشر ممنون حسېن په سائنس او ټېكنالوجي كښې پرمختګ او تخليقي انداز فكر راجوړ كړې شوي د او آئي سي مشرانو وړومبۍ غونډې كښې پالېسي بيا

مزید خبریں
آستانہ ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د اسلامي نړۍ محققينو او طالبعلمانو لپاره يو زړه راكښونكې پېكج اعلان كړې چې ورسره به زلمو طالبعلمانو او سائنسمدارو ته پاكستان كښې د زده كړې او تربيې پراخه موقعې په لاس راشي۔ اولس مشر دا اعلان آستانه كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ په سرخط د او آئي سي د مشرانو اولنۍ غونډه كښې خپل دوهم خطاب كښې وكړو۔ اولس مشر ووئيل د دې كنفرنس د لارې به د انسانيت خېر ښېګړې او په خاص توګه د اسلامي ټولنو پرمختګ او خوشحالۍ له د مشاورت او د يو بل تجربو څخه د استفادې امكاناتو جاج اخستلو له غوره موقعې ترلاسه شي۔ دا خبره ده
په سائنس او ټېكنالوجي كښې پرمختګ او تخليقي انداز فكر راجوړ كړې شوي د او آئي سي مشرانو وړومبۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د بشري تاريخ په هر دور كښې د علم او حكمت اهميت منلې شوې۔ له دې كبله د پاكستان حكومت د ټولنې او د نوي دور غوښتنو ترمينځھ همغږي پېدا كولو له د اوږدې مودې او بشپړه منصوبه (ويژن 2030) تيار كړې د دې مقاصد او اهداف ترلاسه كولو له د زده كړې او څېړنې په شمول د ټولو څانګو مالي حاجتونه ترسره كړې شوي دي۔ په دې پرمختيائي تصور كښې د نوې ټېكنالوجيز په دائره اثر كښې د پراختيا او ددې په نتيجه كښې رامخې ته كېدونكو اخلاقي ٬ قانوني او ماحولياتي مسئلو ته هم پام ګرځولې شوې دغسې چې ټولنه هېجاني كيفياتو څخه محفوظ وساتلې شي۔ اولس مشر ووئيل پرمختګ لپاره د كامسټېك لائحه اېس ټی آئی 2026ء د دې لړۍ يو كړۍ ده۔ د دې منصوبې ترمخه به د بې وسۍ ختمولو ٬ د اوبو پنګې په كمي قابو موندلو ٬ د فوډ سېكورټي چارو ٬ ډول ډول حياتياتي مسئلو ٬ د متعدي او غېر متعدي رنځونو خپرېدو او د ماحولياتي بدلون په ډول د كړكېچنو مسئلو حل كولو له هڅې كولې شي۔ ده ووئيل دا منصوبه تېر كال د کامسټېک جنرل اسمبلی اسلام آباد غونډه كښې وړاندې كړې شوې و اوس دا منظورۍ له دې ايوان ته وړاندې كولې شي۔ په دې منصوبه د دې د روح ترمخه عمل سره اسلامي ټولنو كښې د پرمختګ لاره هواره شي او د بې وسه ختمولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان غواړي چې د ویژن 2030ء په ثمراتو كښې اسلامي ورورولي هم شريك كړې شي۔ پاكستان د وروڼو اسلامي هېوادونو زده كوؤنكو له په لوړو زده كړو او د سائنسمدارو صلاحيتونو كښې اضافې له يو ګټور پروګرام تيار كړې۔ د اسلامي نړۍ د كركيلې ٬ طبي او صنعتي سائنسمدارو ته به د آئی اے ای اے په دائره كار كښې پاتې كېدو سره تربيه وركولې شي چې ترمخه به ئې انڼرمېډیټ څخه تر پی اېچ ډی كچې د اسلامي هېوادونو 100 زده كوؤنكو ته انجینئرنګ ، طب او د كركيلې زده كړو له وظائف وركولې شي۔ د اسلامي هېوادونو د كركيلې ٬ طبي او صنعتي څانګو سائنسمدارو ته به د نړيوال توان ايجنسۍ (IAEA) دائرہ كښې پاتې كېدو سره تربيه وركولې شي۔ دې سره سره د اسلامي نړۍ د زرګونو په شمېر محققينو ته به د راروانو لس كلونو په مهال غوره موقعې وركولو د بېلو هېوادونو دورو اساني وركولې شي۔ اولس مشر ووئيل په خلائي تحقيق ٬ فلكيات ٬ آبي حياتيات ٬ ګلیشیالوجی او د آبی نظم و نسق په څانګو كښې بايد كثير القومي شريكې منصوبې تيارې كړې شي۔










