مونږ د قائداعظم محمد علي جناح د كليزې په مهال د هغه د آئين د احترام او د همغږۍ په اصولو كلك پاتې كېدو له د خپل لوظ پخلې كوؤ۔ نن مونږ لپاره د سوچ او فكر ورځ ده۔ مونږ له به د خپل مشر لارښود په ښودلې شوې لاره عمل كولو سره د كاميابېدو په اړه سوچ كول وي۔ مونږ له به په خپلو كمو هم غور او فكر كول وي۔ د پېښو چېلنجونو مقابلې له به مونږ له د قائد اعظم په اصولو د هغې د روح ترمخه عمل كول وي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د قائد اعظم محمد علي جناح 69مې كليزې په مهال پېغام

اسلام آباد ۔ 10 ستمبر (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي چې د ستمبر 11مه نېټه هغه ورځ ده كله چې مونږ قائد اعظم محمد علی جناح يادولو سره ده ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو سره سره د جمهوريت د پلار د آئين احترام او همغږۍ په اصولو كلك پاتې كېدو له د خپل لوظ پخلې كوؤ۔ نن مونږ لپاره د سوچ او فكر ورځ ده۔ مونږ له …

اسلام آباد ۔ 10 ستمبر (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي چې د ستمبر 11مه نېټه هغه ورځ ده كله چې مونږ قائد اعظم محمد علی جناح يادولو سره ده ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو سره سره د جمهوريت د پلار د آئين احترام او همغږۍ په اصولو كلك پاتې كېدو له د خپل لوظ پخلې كوؤ۔ نن مونږ لپاره د سوچ او فكر ورځ ده۔ مونږ له به د خپل مشر لارښود په ښودلې شوې لاره عمل كولو سره د كاميابېدو په اړه سوچ كول وي۔ مونږ له به په خپلو كمو هم غور او فكر كول وي۔ د پېښو چېلنجونو مقابلې له به مونږ له د قائد اعظم په اصولو د هغې د روح ترمخه عمل كول وي۔ د قائد اعظم محمد علي جناح 69مې كليزې په مهال خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل قائداعظم د راست بازۍ ٬ ديانتدارۍ ٬ مړانې ٬ عزم او استقلال په ډول صفات لرل۔ اولس مشر ووئيل قائد اعظم كله هم د اصولو سودا نه ده كړې او نه كله خپلو پرېكړو كښې د مصلحت ښكار شوے۔ قائداعظم د دې صفاتو په بنياد د عزم واستقلال ٬ ښكاره نصب العېن او بصيرت په اعلی درجه وو۔ ددې اوصافو په بنياد هغه د سختو حالاتو مقابله كولو سره د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره آزاد هېواد ترلاسه كولو كښې كامياب شو۔ اولس مشر ووئيل د قائد د اتحاد ٬ يقين محكم او نظم وضبط په اصولو عمل كولو ته چې نن څومره اړتيا ده دومره وړاندې نه وه۔ ده ووئيل د عسكريت خوښي سوچ ختمول او د اقتصادي چېلنجونو په شمول د نورو پېښو چېلنجونو مقابلې له به د خپل قائد په اصولو د دې د روح ترمخه عمل كول وي۔ اولس مشر ووئيل د قائد اعظم 69 مې كليزې په مهال خپل لارښود ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو سره به مونږ له د هغه په هغه اصولو كلك پاتې كېدو له د خپل لوظ پخلې كول وي كوم چې د هغه په ټول ژوند كښې په عملي توګه ښكاره وو۔ ده ووئيل مونږ له به ددې لوظ پخلې هم كول وي چې هېواد ته د پېښو چېلنجونو مقابلې له به مونږ ټول يو موټي يو۔ او مونږ ټول به پاكستان هغه هېواد جوړوؤ چرته چې د قانون حكمراني ٬ د بشري حقونو احترام او اقتصادي موقعې ټولو لپاره وي۔

مزید خبریں