د چترال کېلاش وادۍ كلنه مذهبي مېله چلم جوش پايې ته ورسېده

پېښور۔ 17 مئی (اے پی پی) د چترال كېلاش وادۍ كلنه مذهبي مېله چلم جوش پايې ته ورسېده۔ دا مېله د روانې مياشتې 13 مې څخه تر 17 مې نېټې روانه پاتې شوه۔ د خېبر پښتونخوا ټورازم اتھارټي وياند محمد سعد له مخې په دې مېله كښې لويے شمېر ملكي او بهرنيو سېلګرو ګډون وكړو۔ په دې مېله كښی بېل رسمونه ادا كړې شول۔ دې مېلې لپاره پي ټي ډي …

پېښور۔ 17 مئی (اے پی پی) د چترال كېلاش وادۍ كلنه مذهبي مېله چلم جوش پايې ته ورسېده۔ دا مېله د روانې مياشتې 13 مې څخه تر 17 مې نېټې روانه پاتې شوه۔ د خېبر پښتونخوا ټورازم اتھارټي وياند محمد سعد له مخې په دې مېله كښې لويے شمېر ملكي او بهرنيو سېلګرو ګډون وكړو۔ په دې مېله كښی بېل رسمونه ادا كړې شول۔ دې مېلې لپاره پي ټي ډي سي بمبوريت او كمېپنګ پرانستې پاتې شول۔ په دې مېله كښی د كېلاش درې واړو واديانو رمبور، بریر او بمبوریت څخه خلكو په ګډه خوشحالۍ ولمانځلې۔ په دې مهال پوليس ځوانانو د امنيت په ځايې ساتلو خپل فرض ترسره كړو۔ د مېلې په مهال د چترال د ټورازم اتھارټي او په دير كښې سياحتي سهولت مركزونه هم پرانستې پاتې شوي وو۔

مزید خبریں