اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د قامي وطن پارټۍ وياند وئيلي دي چې د ګوند چيئرمېن آفتاب خان شېرپاؤ (نن) د خالي په ورځ هېواد كښې په روانه سياسي وضعه مشاورت لپاره د پارټۍ مشران رابللې دي۔ د جمعې په ورځ د ګوند وياند لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع به آفتاب خان شېرپاؤ وزيراعظم سره د ملاقات پحقله د پارټۍ مشران هم خبروي او …
آفتاب خان شېرپاؤ په روانه سياسي وضعه مشاورت لپاره د پارټۍ مشران راوبلل
اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د قامي وطن پارټۍ وياند وئيلي دي چې د ګوند چيئرمېن آفتاب خان شېرپاؤ (نن) د خالي په ورځ هېواد كښې په روانه سياسي وضعه مشاورت لپاره د پارټۍ مشران رابللې دي۔ د جمعې په ورځ د ګوند وياند لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع به آفتاب خان شېرپاؤ وزيراعظم سره د ملاقات پحقله د پارټۍ مشران هم خبروي او په راتلونكې تګلاره به مشاورت هم كوي٬ د پارټۍ مشرانو غونډه به (نن) د خالي په ورځ سهار په پېښور كښې كېږي۔











