ټول قوم٬ پارلمان او ادارو د امريكائي اولس مشر تورونه رد كړي دي٬ د پاكستاني پوځ٬ پوليسو او د بې ګناه وګړو نه زياتې كوم قوم د ترهګرې په جنګ كښې ځاني قربانې نه دي وركړې٬ د قومي سلامتيا كمېټې غونډه رابللو سره دې د ټولو پارلماني ګوندونو په مشوره قومي بيانيه جوړه كړې شي۔ د تحريك انصاف پارلماني لارښود شاه محمود قريشي د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې څرګندونې

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف پارلماني لارښود شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ټول قوم٬ پارلمان او ادارو د امريكائي اولس مشر تورونه رد كړي دي٬ د پاكستاني پوځ٬ پوليسو او د بې ګناه وګړو نه زياتې كوم قوم د ترهګرې په جنګ كښې ځاني قربانې نه دي وركړې٬ د قومي سلامتيا كمېټې غونډه رابللو سره دې د ټولو پارلماني ګوندونو په مشوره قومي …

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف پارلماني لارښود شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ټول قوم٬ پارلمان او ادارو د امريكائي اولس مشر تورونه رد كړي دي٬ د پاكستاني پوځ٬ پوليسو او د بې ګناه وګړو نه زياتې كوم قوم د ترهګرې په جنګ كښې ځاني قربانې نه دي وركړې٬ د قومي سلامتيا كمېټې غونډه رابللو سره دې د ټولو پارلماني ګوندونو په مشوره قومي بيانيه جوړه كړې شي٬ د امريكې څخه چې د كومې كچې پلاوې راشي٬بايد ورسره په هغه كچه خبرې وكړې شي٬ مونږ تل د سوله ايز او مستحكم افغانستان ملاتړ كړے٬ مونږ ته به نړۍ د پاكستان د قربانيو په اړه قائل كول وي۔ سپيكر دې په سمدستي توګه د قومي سلامتيا كمېټې غونډه طلب كړي۔ د شورو په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د امريكائي اولس مشر په بيان او د امريكې د افغان پالېسې په اړه په بحث كښې برخه اخستلو سره شاه محمود قريشي ووئيل چې دا غونډه په يوه حساسه او خاص موضوع رابلل شوې۔ د قومي سلامتيا په معامله چې په ايوان كښې كوم يووالي په نظر راځي٬ په تېر وخت كښې مثال نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل چې د امريكې اولس مشر ټرمپ په پاكستان ډېر تورونه لګولي دي او د اندېښنو څرګندونه ئې كړې۔ پاكستان دا تورونه رد كړي دي ځكه چې مونږ كوټلي دلائل لرل۔ ده ووئيل چې د چوهدري نثار علي خبرې سره اتفاق كوم چې بايد مونږ اېران ته لاړو شو۔ ده ووئيل چې مونږ په خپله ترهګرې سره مخ يو۔

مزید خبریں