چين او پاكستان باوري ملګري دي٬دواړو كله هم يو بل نه دې مايوسه كړې ٬چين په داسې وخت كښې د پاكستان مرسته كړې كله چې پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته چا غاړه نه اېخوده٬پاكستان د اقتصادي پرمختګ په لاره روان شوے ٬ اول به شل شل ساعته برېښنا نه وه ٬دا لويې بدلون دے٬هېواد صنعتي معيشت ته اړتيا لري۔د داخله احسن اقبال نسټ كښې سېمينار ته خطاب

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چين او پاكستان د باور وړ ملګري دي٬دواړو كله هم يو بل نه دې مايوسه كړې ٬چين په داسې وخت كښې د پاكستان مرسته كړې كله چې پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته چا غاړه نه ايخودله ٬پاكستان د اقتصادي پرمختګ په لاره روان شوے ٬ اول به شل شل ساعته برېښنا نه وه اوس برېښنا …

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چين او پاكستان د باور وړ ملګري دي٬دواړو كله هم يو بل نه دې مايوسه كړې ٬چين په داسې وخت كښې د پاكستان مرسته كړې كله چې پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته چا غاړه نه ايخودله ٬پاكستان د اقتصادي پرمختګ په لاره روان شوے ٬ اول به شل شل ساعته برېښنا نه وه اوس برېښنا نه ځي٬دا لويې بدلون دے٬هېواد صنعتي معيشت ته اړتيا لري۔ده د نهې په ورځ نېشنل يونيورسټي آف سائنس اينډ ټېكنالوجي(نسټ)كښې يو سېمينار ته د مېلمه په حېث خطاب كولو۔ده ووئيل پاكستان او چين د يوبل باوري ملګري دي٬په 70 كلونو كښې يو بل كله هم مايوس كړې نه دې٬چين پاكستان كښې او پاكستان چين كښې مقبولتيا لري ٬هر چينائي وګړې پاكستانې او هر پاكستانې وګړې چينائي وګړې خپل ملګرے ګڼي۔ده ووئيل پاكستان كښې د توان منصوبو كښې چين لويه سرمايه كاري كړې او د هر ډول وسيلو د لارې يې د توان ترلاسه كولو له د كم مصرف منصوبې پیل كړی٬ ده ووئېل د ګواد بندر ځاې پرمختګ به د پاكستان او ټولې سيمې له ډېر مهم وي۔ده ووئيل په 80 كښې د چين سړي سر آمدن پاكستان نه كم و ؤ اوس هغه زمونږ نه وړاندې شوے ٬ دا څنګه ممكنه شوې ۔دې لپاره مونږ بايد د چين څخه زده كړه وكړو او د هغوې د معيشت مطالعه وكړو۔ده ووئيل هر هېواد په سياسي استحكام سره پرمختګ كړی او سياسي عدم استحكام سره مخ هېواد چرته هم پرمختګ كولې نه شي۔ده ووئيل مونږ اوس هم په شلمه پیړۍ كښې ژوند كوو او حال دا دے چې نړۍ سياسي آئيډيا لوجي څخه معاشي آئيډيا لوجي باندې بدله شوې۔ ده ووئېل د چين مشرتابه د صورتحال ادراك كړې او مونږ نه دې كړې۔احسن اقبال ووئيل د پاك چين شراكتدارۍ مخ په وړاندې بوتللو له د بزنس ليډرز د يو نسل ضرورت دے۔٬ ده ووئېل مونږ له به د چين نه زده كړه كول وي۔ده وړاندېز وركړو چې د دواړو هېوادونو پروفيسران د يوبل هېوادونو كښې تدريس كولې شي۔دې سره به د بزنس ليډر نېټ ورك رامخې ته شي۔ده ووئيل حكومت چې وژن 2025 پېل كړو نو خلقو خندا كوله او وئېل به يې مونږ د ورځې خوب وينو ولې نن هېواد د اقتصادي پرمختګ په لاره روان دے٬ احسن اقبال ووئېل هېواد كښې ترهه ګري ختمه شوې او نړۍ د پاكستان معيشت ئې يو رامخې ته كېدونكې معيشت ګرځولې٬د پرمختګ دا سفر كه روان پاتې شو نو پاكستان به ډېر زر د اولني صف معيشتونو كښې شمېر شي۔د دې څخه وړاندې د چائنه اېسوسي اېشن آف هائېر ايجوكېشن مشر او د اېچ اي سي اي ډي پشمول د سي پیك كنسلټنټ لېفټيننټ جنرال محمد افضل هم دستورې ته خطاب وكړو۔ده پھ خپل خطاب كښې ووئيل د احسن اقبال د وژن تر سيوري لاندې دا كنسورشيم جوړ كړی شوې دې۔

مزید خبریں