د چين او پاکستان ترمېنځه د سائنس او ټېکنالوجۍ په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو لپاره اېن اېنډ ټي سنټر جوړ كړے شوے

بيجنګ 29 نومبر (اے پي پي) د چين او پاکستان ترمېنځه د سائنس او ټېکنالوجۍ په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو لپاره اېن اېنډ ټي سنټر جوړ كړے شوے ۔ په دې لړ كښې په بيجنګ كښې يو وېبينار شوے چې پكښې د پاکستان سپيشل ټيکنالوجي زونز اتھارټۍ (اېس ټي زېډ اے ) او د چين ژونګ ګوانکون بيلټ اينډ روډ انډسټريل پروموشن ايسوسي ايشن (زېډ بي آر اے) د دې سنټر اغاز كړے ۔ په وېبينار كښې د پاكستان سفير معين الحق ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين اوسنې دورې په مهال انفارميشن ټيکنالوجي د چائنه پاكستان مرستې د يوې مهمې څانګې په توګه رامخئ ته شوې چې ثبوت ئې د سي پېك له مخې مشترکه ورکنګ ګروپ اېس اينډ ټي جوړل دي۔ ده ووئيل دا سنټر به دوه اړخيزه مرسته زياتولو لپاره يو مهم پېشرفت ثابت شي