سعودي ولي عهد شاه سلمان د نړيوال هوائي ډګر د ماسټر پلان پرانسته وكړه

ریاض ۔29 نومبر(اے پی پی) د سعودی عربستان ولي عهد شهزداه محمد بن سلمان په پلازمينه رياض كښې د شاه سلمان نړيوال هوائي ډګر د ماسټر پلان پرانسته وكړه۔ د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې د هوائي ډګر منصوبه الرياض د نړۍ په اولنو 10 معيشتونو كښې د شاملولو وژن برخه ده٬ دې سره سره دا منصوبه په پلازمينه كښې د زياتېدونكو آبادۍ ضرورتونو ترسره كولو له وضعه كړې شوې ده۔ تر كال 2030 د رياض آبادي يو نيم كروړ څخه تر 2 كروړه رسېدو امكان دے۔ دې هوائي ډګر سره به د رياض د نړيوال لاجسټكس مركزي حېثيت سوا شي او په مملكت كښی سېلګرۍ او تجارت ته به وده ترلاسه شي۔ هيله ده چې دا به د نړۍ لويو هوائي ډګرونو كښې شمېرلے شي۔