خادم الحرمېن الشريفېن 127 ججانو ته د ترقۍ وركولو او تعينات كولو شاهي فرمان جاري كړو

مکه مکرمه۔ 28 نومبر(اے پی پی) خادم الحرمېن الشریفېن 127 ججانو ته د ترقۍ وركولو او تعينات كولو شاهي فرمان جاري كړې۔ د سعودي خبر رسنې ادارې اېس پي اے له مخې د انصاف وزير ډاكټر وليد الصمعاني كوم چې د اعلی عدالتي كونسل مشر هم دے وئيلي دي چې شاه سلمان بن عبد العزيز او ولي عهد د عدليې مضبوطولو او د دې په عصري بنيادونو د ودرولو عزم لري ٬ د ججانو د ترقۍ او تعينات كولو شاهي فرمان هم د دغې لړۍ يوه كړۍ ده۔ ډاكټر وليد الصمعاني ججانو ته ووئيل چې هغوي دې په هېواد كښی د عدل او انصاف سرلوړۍ له د اعلی مشرتابه د خوښې بشپړ كولو له هره ممكنه هڅه وكړي۔