د ملګرو ملتونو د اسرائيل – فلسطين شخړې ټولو فريقو ته د تاؤ تريخوالي كمولو اپيل

ملګري ملتونه ۔28 نومبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو د اسرائيل فلسطين شخړې دوه رياستي حل لپاره د نړيوالې ادارې د عزم پخلي كولو سره ټولو فريقو ته د تاؤ تريخوالي كمولو اپيل كړے دے۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوتېرس فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونې نړيواله ورځ لمانځلو په مهال ووئيل زما ټولو فريقو ته د تاؤ تريخوالي كمولو او روانه وضعه نظر كښې نيولو سره په سمدستي توګه د سوليز ګامونو پورته كولو اپيل كوم۔ ده د ټولو فلسطيني وګړو د ژوند حالت ښه كولو خپلې غوښتنې پخلې وكړو۔ ده فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په ریلیف اینډ ورکس ایجنسی زور راوړو چې هغه دې دوئي سره مرسته روانه ساتي ولې چې دا فلسطيني اولس لپاره د اميد يوه وسيله ده۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو ښكاره دريځ په دواړو رياستونو كښې امن مخ په وړاندې بوتلل او د قبضې ختمول دي۔ ده ووئيل راځۍ چې په ګډه د فلسطيني اولس د منلي شوي حق ترلاسه كولو ٬ ټولو لپاره د امن او سباؤن تعمير لپاره د خپل ملاتړ پخلے وكړؤ۔