خادم الحرمېن الشريفېن د آذربائيجان صدر لخوا ليكلے شوے پېغام ترلاسه كړو

ریاض ۔28نومبر(اے پی پی) خادم الحرمین الشریفین شاہ سلمان بن عبد العزیز آل سعود د آذربائيجان صدر الهام حېدر عليوف لخوا ليكلے شوې پېغام ترلاسه كړو۔ د سعودي خبري اژانس له مخې په دې خط كښې د سعودي عربستان او آذربائيجان ترمينځه د ورورولۍ اړيكو لا مضبوطولو او په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو خبره شوې ده۔ دا پېغام د آذربائيجان سفير شاهين عبد اللېف د خارجه وزارت په دفتر كښې خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان بن عبد الله ته د ملاقات په مهال وركړو۔ كوم چې هغه خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان ته ورسولو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكو خوښو په چارو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔