كېمرون ٬ د خاورو كمر نړېدو پېښه ٬ 14 كسان مړه

یاؤندے ۔28 نومبر(اے پی پی) په كېمرون كښې د خاورو كمر نړېدو پېښې په نتيجه كښې 14 كسان مړه شوي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې د منطقې ګورنر ناصيري پابيا ووئيل چې د كمېرون پلازمينه كښی د مړ شوي يو تن آخري رسوماتو په مهال د خاورو كمر رانړېدو په نتيجه كښې 14 كسان مړه شوي۔ عېني شاهدانو وئيلي چې يوې غونډۍ ته نزدې د يو سړي په آخري رسوماتو كښې په ګډون كوؤنكي خلقو ناڅاپي د خاورو يو كمر راولوئيدو چې په نتيجه يۍ 14 كسان د ملبې لاندې ګېرېدو له امله مړه شول۔