پېښور۔27 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي چارو او قامي ورثې او كلتور سلاكار انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان نيازي د خپل ناكام لانګ مارچ په مهال د اولس د ګمراه كولو هڅه كړې، اسمبلۍ نه د استعفاګانو په مسئله پي ټي آئي كښې د تقسيم امكانات رامخې ته شوي دي۔ ده په سوات ضلع كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ …
عمران خان اولس به لارې كوي٬ د استعفی په معامله پي ټي آئي تقسيم شوې٬ انجينئر امير مقام
پېښور۔27 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي چارو او قامي ورثې او كلتور سلاكار انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان نيازي د خپل ناكام لانګ مارچ په مهال د اولس د ګمراه كولو هڅه كړې، اسمبلۍ نه د استعفاګانو په مسئله پي ټي آئي كښې د تقسيم امكانات رامخې ته شوي دي۔ ده په سوات ضلع كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل عمران خان په خپل درې نيم كلن دور كښې معيشت ته زيان ورسولو۔ د جمهوريت غېر مستحكم كولو او د ادارو يو والي ته د زيان رسولو د ده منصوبې ناكامه شوي دي۔ ده ووئيل د آرمی چیف تعیناتی د مېرټ او آئين له مخې شوې ٬ د اسټېبلشمنټ په ضد د عمران خان بې بنسټه بيانيه قوم مسترد كړې ده۔ ده ووئيل عمران خان خېبر پختونخوا صوبه معاشي بدحالۍ پلو ټېله كړې ده تر دې چې دغلته سركاري ملازمينو ته د تنخا وركولو رقم هم نشته او دا د كے پي كے د حكومت د دېواليه كېدو نخښه ده۔ ده ووئيل د عمران خان د اسمبليو نه د مستعفي كېدو اعلان پسې خلق خاندي۔ ده ووئيل د ارشد شريف د قتل كېس بايد بشپړه پلټنې وكړی شي۔ ده ووئيل ټاكنې به په خپل وخت كېږي او حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔











