تركيه سره په درې كاله كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 5 اربه ډالره زياتولو عزم لرؤ٬ د وزيراعظم شهباز شريف پاك ترك بزنس كونسل غونډې ته خطاب

استنبول۔26نومبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف ترك سرمايه كارو او كاروباري ورورلۍ ته پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په زړه پورې موقعو څخه د استفادې كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي چې مونږ به په خاص توګه د تجديد وړ توان ٬ دفاعي پېداوار او د شمسي توان په شمول په بېلو څانګو كښې د ترك سرمايه كارو د سرمايه كارۍ هركلې كوؤ٬ تجارت او سرمايه كاري آسانولو له فعاله ګامونه پورته كولې شي او تركيه سره په درې كاله كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 5 اربه ډالره زياتولو عزم لرؤ۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ پاك ترك بزنسل كونسل غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان او تركيې ترمېنځه د تجارت او دفاعي پېداوار پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په لړ كښې پرمختګ شوے دے٬ په پاكستان كښې د تجارت او سرمايه كارۍ د آسانتيا لپاره ګامونه پورته كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل استنبول كښې د پاكستان – تركيې بزنس كونسل غونډه به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه تجارت ته وده وركړي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښی د همكارۍ پراخه امكانات موجود دي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان او تركيه د ورورولۍ په پخوانو اړيكو يو بل سره تړون لري ٬ ترك سرمايه كارو لپاره پاكستان كښې د تجارت آسانتيا له په زړه پورې ګامونه پورته كوؤ۔ وزیراعظم په تېرو ورځ كښې په تركيه كښې رامخې ته شوې د ترهګرۍ پېښې غندنه كولو سره ووئيل تركيه د پاكستان په څير د ترهګرۍ نخښه جوړه كړې شوې ده۔ ده په استنبول كښې د بشري ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل ترهګرۍ ته ماتې وركولو له د ټولنې هرې يوې طبقې قربانۍ وركړې دي٬ ترهګر د انسانيت له درجې څخه پرېوتې خلق دي۔ وزيراعظم په پاكستان كښې د اوسني سېلاب دلاسه د شوې تباهۍ ذكر كولو سره ووئيل پاکستان كښې د سېلاب د لاسه 3 كروړه وګړي ځپلې او د 17 سوه نه زيات مړه شوي دي۔ ده د سېلاب ځپليو په مرسته كولو د ترك حكومت او اولس مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل تركيه سره تجارتي حجم زياتولو له لوظنامه شوې ده٬ په راروانو درې كلونو كښې به دا حجم تر 5 اربه ډالر زياتولې شي۔ ده ووئيل مونږ تركيه سره تجارت كښې اضافې لپاره د مفاهمت يادښت لاس ليك كړې دې۔ په دې موقعه د تجارت وزير سيد نويد قمر ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب او په پاكستاني پلاوي كښې شامل نور چارواكي هم موجود وو