د تحقيقي او زده كړو چارو ودې له د بلوچستان پوهنتون او نړيوال بانك ترمينځه د تفاهم يادښت لاس ليك شو

کوئټه۔24 نومبر(اے پی پی) د بلوچستان پوهنتون او نړيوال بانك ترمينځه د تفاهم يادښت لاس ليك شوے۔ يادښت د بلوچستان پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر شفيق الرحمن او پاكستان لپاره د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن لاس ليك كړو۔ په دې موقعه د بلوچستان پوهنتون او نړيوال بانك استازي هم موجود وو۔ د تفاهم لاس ليك شوي دې يادښت لاندې به دواړه ادارې د يو بل ګټې په …

کوئټه۔24 نومبر(اے پی پی) د بلوچستان پوهنتون او نړيوال بانك ترمينځه د تفاهم يادښت لاس ليك شوے۔ يادښت د بلوچستان پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر شفيق الرحمن او پاكستان لپاره د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن لاس ليك كړو۔ په دې موقعه د بلوچستان پوهنتون او نړيوال بانك استازي هم موجود وو۔ د تفاهم لاس ليك شوي دې يادښت لاندې به دواړه ادارې د يو بل ګټې په نظر كښې نيولو سره تحقیقی ، او تعلیمی چارو ته په ګده وده وركوي۔ د يادښت لاندې دواړه ادارې به د بېنكنګ تعليم عصري غوښتنو سره سمولو له كار كوي او په دې لړ كښې به د بلوچستان پوهنتون انسټیټیوټ آف بزنس اېډمنسټرېشن په مرسته بېل ټرېننګ پروګرامونه رامخې ته كوي٬ بلوچستان پوهنتون به د استاذانو او عملې تربيې له وركشاپس كوي او دغسې د زده كوؤنكو په شمول كاروباري حضراتو او د كور دننه ناستو مېرمنو ته هم تربيه وركولې شي دغسې چې هغوي دې څخه استفاده وكړې شي۔ په دې موقعه د بلوچستان پوهنتون وائس چانسلر ووئيل د زده كړو ادارو سره د تفاهم يادښتونو لاس ليك كېدو مقصد د يو بل د تجربو٬ معلوماتو او تحقيق څخه استفاده كول او د اعلی زده كړو ترلاسه كول ممكن جوړول دي۔

مزید خبریں