کوئټه ۔23 نومبر(اے پی پی) د بلوچستان چيف سېكرټري عبد العزيز عقېلي وئيلي دي د سېلاب او باران د لاسه په صوبه كښې 300 نه زيات كسان مړه ٬ ولاړ فصلونه له مينځه تللي او د كركيلې 8 لكه هېكټر زمكه ځپلې شوې ۔ صوبائي حكومت د نورو ملي ادارو په مرسته د ځپليو د بحالۍ پروګرام پېل كړے او په دې وروستيو كښې كرونده ګرو ته د 2 اربه …
د سېلاب او بارانونو د لاسه صوبه سخت ځاني او مالي زيان سره مخ شوې٬ د بلوچستان چيف سېكرټري عبد العزيز عقېلي

مزید خبریں
کوئټه ۔23 نومبر(اے پی پی) د بلوچستان چيف سېكرټري عبد العزيز عقېلي وئيلي دي د سېلاب او باران د لاسه په صوبه كښې 300 نه زيات كسان مړه ٬ ولاړ فصلونه له مينځه تللي او د كركيلې 8 لكه هېكټر زمكه ځپلې شوې ۔ صوبائي حكومت د نورو ملي ادارو په مرسته د ځپليو د بحالۍ پروګرام پېل كړے او په دې وروستيو كښې كرونده ګرو ته د 2 اربه روپو د غنمو وېړيا تخم او ډنګرو لپاره چاره وركړې شوې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اروپائي ائتلاف ٬ اېف اے او ٬ آئي ډبليو اېم آئي ٬ لېنډل ملز او نورو ادارو په مرسته په بلوچستان كښې د آبي وسائلو پروګرام بحالۍ پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف په صوبه كښې نور پروګرامونه هم پېل كړي په كومو كښې چې په خاص توګه ووکېشنل ټرېننګ پروګرام ځوانانو لپاره ډېر مهم دے چې ورسره به د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ ده وئيل د پروګرام عمومي مقصد په بلوچستان كښې د كركيلې او لائيوسټاك فارمنګ نظام منتقل كولو كښې كردار ترسره كول دي دغسې چې د لوبو استعمال كم كړے شي۔ د پروګرام د لارې په بلوچستان كښې د آبي وسائلو او رېنج لېنډز ګورننس پياوړې كول٬ د كركيلې طريقو پشمول د لږو اوبو په زرعي معيشت اډانه متبادل زرعي او د ډنګرو فارمنګ نظام رامخې ته كول دي۔











